
ملګري ملتونو امنیت شورا د کشمیر په موضوع غونډه کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د هند له خوا اداره کیدونکي کشمیر په وضعیت باندې سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا بحث کوي.
دغه غونډه د چین په غوښتنه رابلل شوې ده.
د هند حکومت د اګست د میاشتې په ۵مه نېټه د ولسمشریز فرمان له لارې د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده لغوه کړه چې له مخې یې د کشمیر نیمه خپلواکي هم واخیستل شوه.
پاکستان او چین د هند دغه اقدام غندلی دی. د پاکستان امنیت شورا هغه مهال پریکړه وکړه چې د کشمیر مسئله به امنیت شورا ته وړاندې کړي.
د اګست د میاشتې د امنیت شورا مشري د پولینډ هیواد پر غاړه ده او سفیر يې جونا ورونیکا امریکا غږ ته منلې چې سبا به د کشمیر په موضوع غونډه کیږي.
دغه غونډه به د بندو دروازو تر شا کیږي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۵۰ کاله ځنډ وروسته په کشمیر باندې بحث کوي.
امنیت شورا دپاکستان په هکله ولی غونډه نکوی.کوم ظلونه چه پاکستان په پښتنو باندی کوی.که هغه انسانان ندی؟