هند: محکمې هغه هندوان خوشې کړل چې یو مسلمان يې د غواګانو په انتقالولو وژلی و

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د هند یوې محکمې هغه شپږ هندوان خوشې کړل چې یو هندی مسلمان يې په عام محضر کې د غواګانو په انتقالولو وژلی و.

که څه هم محکمه کې د پېښې ویدیوګانې هم قاضي ته وښودل شوې خو سربېره پر دې قاضي وویل چې د تورن کسانو خلاف ثبوتونه پوره نه دي.

دوه کاله وړاندې پهلوخان په نوم ۵۵ کلن مسلمان او د هغه دوه زامن هغه مهال د راجستان ایالت په الور ولسوالۍ کې د سختدریځو هندوانو تر برید لاندې راغلل چې غواګانې یې په راجستان کې اخیستي وې او بیا یې خپلې سیمې ته انتقالولې.

دغه سختدریځه هندوان چې پهلوخان يې وژلی ځانونه د غواګانو ساتونکي ګڼي.

په هند کې د سختدریځه بی جي پي ګوند د انتخاباتو ګټلو وروسته د غواګانو اړوند قوانین سخت کړل شوي دي او همدا راز ډیری سیمو کې هندو سختدریځو د غواګانو د ساتنې لپاره ګروپونه جوړ کړي دي.

دغه ګروپونه ډیر کله قانون ماتوي او د غوا د ساتنې په نوم خلک وهي ټکوي چې په ډیرو پېښو کې يې خلک وژلي هم دي.

څارنوالانو ویلي چې محکمې په دغه قضیه کې د ویدیو په شمول ثبوتونه قبول نه کړل. همدا راز محکمې ته ۴۰ نورو کسانو شاهدي ورکړې وه.

Related image

د الور ولسوالۍ پولیسو ویلي چې یادو کسانو هندو سختدریځو ته د غواګانو د اخیستلو رسیدونه هم ښکاره کړي وو خو هغوی پر دې سربېره پرې حمله کړې وه.

د وژل شوي پهلو خان تره حسین خان بي بي سي ته ویلي چې پهلو خان راجستان ته د غواګانو اخیستلو لپاره تللی و چې بېرته راتګ پر مهال هندو سختدریځو ودرولو.

هغه زیاته کړې چې پهلوخان دوی ته رسیدونه وښودل خو هغوی دا وشکول، دوی يې ووهل او وروسته یې غواګانې هم له ځان سره ویوړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د