افغانستان

برتانیې د ولسمشریزو ټاکنو سره ۸ میلیونه پاونډه مرستې اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل):  په کابل کې د برتانیې سفارت د ولسمشریزو ټاکنو سره د ۸ میلیونه پاونډه مرستې اعلان وکړ.

د برتانیې د سفارت له خوا خپره شوې اعلامیې له مخې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو انتخاباتي مرستو پروګرام ته ورکول کیږي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالر بودیجه تعین شوې چې ۹۹ میلیونه ډالر یې د ماليې وزارت له خوا او پاتې ۵۰ میلیونه ډالر د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کیږي.

د ريپورټونو له مخې ګډ حکومت ډ حکومت د خپلې کاري مودې په دوران کې د پيل شویو ۱۵۴پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې شوې بودیجه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو باندې لګوي.

حکومت وروسته له هغه په ټاکنو کې د پراختیايي پروژو د بودیجې مصرف ته مجبوره کېږي، چې نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هیوادونو د تېر په خلاف د ټاکنو د بشپړ مصرف له ورکولو ډډه وکړه او یوازې یې د ۵۰ میلیونو ډالرو ورکولو ته زړه ښه کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ۲۰۱۹ز کال ټاکنو ته ۹ میلیونه، ۷۶۸زره ۲۸۳ کسانو د رای ورکولو لپاره نوملیکه کړې ده چې تر دې دمه دغه شمېرې نهايي دي او د تصفیې کار یې روان دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د نظم نوین جهانی یهودی استعمار نوی استعماری فارمول : [[ چه څه کویت هغه نه وایی او چه څه وایی هغه نه کوی ]] له یوی خوا د ترمپ اداره د ګود شیطان به منځګړیتوب د طالبانو سره د سولی به پروسه کی له افغانستان څخه د ټولو فوڅونو د وتلو د پاره د سولی سپین کوتری به هوا کوی . په څنګ کی د غلامی اداری او اشغال د مشروعیت د پاره یی به پاکستان د فشار راوستلو د پاره یی د هند جنګی سپی ته د ګود شیطان په واسطه د مقبوظه کشمیر څخه د نیمه خپلواکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x