ورزش

کریس ګېل وایي لا یې له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه نه ده کړې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د ویسټ انډیز کرېکټ لوبډلې نامتو لوبغاړي کریس ګېل ویلي چې لا یې له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه نه ده کړې او غواړي د خپلې لوبډلې استازیتوب ته دوام ورکړي.

د هندوستان لوبډلې پر وړاندې دریمه یو ورځنۍ سیالۍ د کریس ګېل وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ګڼل کېده او په دې لوبه کې له «۷۲» چټکو منډو جوړولو وروسته نوموړي له هندي لوبغاړو سره د مخه ښې لپاره لاس هم ورکړ او مینوالو یې د رخصتولو په پار چکچکې ووهلې.

خو له لوبې وروسته کریس ګېل د خبرو پرمهال وویل چې لا یې له نړیوال کرېکټ څخه د استعفا اعلان نه دی کړی او غواړي تر راتلونکي اعلان پورې نورې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.

«ما تر دې دمه له نړیوال کرېکټ څخه د استعفا اعلان نه دی کړی»، کله چې وپوښتل شو چې ایا د ویسټ انډیز لوبډلې سره به یو ځای وي؟ نوموړي زیاته کړه چې «هو، تر راتلونکې اعلان پورې».

په یاده لوبه کې چې د ګیل ۳۰۱مه لوبه وه نوموړي د «۳۰۱» نمبر لباس هم په تن کړی و، هغه په عام ډول د ۴۵ نمبر لباس په تن کوي، دا په دې معنا چې دا به یې وروستۍ لوبه وي.

له نړیوال جام څخه وړاندې کریس ګېل د یوې مرکې پرمهال ویلي وو چې له نړیوال جام وروسته به له یو ورځنیو سیالیو سره مخه ښه کوي، دغه راز د ویسټ انډيز کرېکټ بورډ پر خپله ټویټر پاڼه تېره ورځ د ګیل د استعفا خبر ورکړ، په دې لړ کې یو شمېر پخواني او اوسني لوبغاړو هم ګیل ته د استعفا مبارکي ورکړه، خو بل خوا ګیل وایي چې نه غواړي یو ورځنۍ لوبه پریږدي.

https://twitter.com/windiescricket/status/1161631876433530881?s=19

کریس ګېل په تېره نږدې کې د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړل، نوموړی لومړی ویسټ انډيزی لوبغاړی شو چې د خپلې لوبډلې په استازیتوب زیاتې سیالۍ لوبوي.

کریس ګېل چې د «یونیورس باس» په نامه هم یادیږي، د ویسټ انډیز لوبډلې په ګټه تر ټولو زیاتې منډې هم جوړې کړې، تېره ورځ یې د براین لار ریکارډ چې «۱۰۴۰۵» منډې و مات کړ، نوموړي په یو ورځنیو سیالیو کې ټولې «۱۰۴۸۰» منډې جوړې کړي دي.

۳۹ کلن کریس ګېل د ویسټ انډيز لوبډلې لپاره ۳۰۱ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي، په دې لړ کې یې «۲۵» سلیزې او «۵۴» نیمه سلیزې وهلي، همدا ډول یې په ۱۰۳ ټيسټ سیالیو کې «۷۲۱۴» منډې جوړې کړي دي.

کریس ګیل چې په نړۍ په کچه شهرت لري او د ویسټ انډيز لوبډلې سربېره په بېلا بېلو لیګونو کې هم ګڼ شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړي دي، هغه اوسمهال په زیاتو شپږیزو وهلو کې په لومړي نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x