نظــر

د مذاکراتو د وروستي پړاو په اړه څو خبري…!!

لیکوال: نعمت میوند

درې ورځي وړاندي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د قطر پلازمینه دوحه کې د دوی د استاځو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ اتم پړاو مذاکرات نهایی شول، په وینا یې اوس به دواړه لوري د وروستي ځل خبرو جریانات له خپل خپل مشرتابه سره شریک کړي.

حقیقت دا دی چې د راوني مذاکراتي پروسې مثبتو پایلو ته که له یوې خوا افغانان د خپلو مجبوریتونو له امله تږي او بې تابه دي، له بلي خوا یې د نړیوالو توجه هم په بې کچي انداز له دې امله جلب کړي چې دا مذاکرات په معاصر تاریخ کی کمساري بلل کیږي.

دا ځکه چې دغه مذاکرات د داسي لوریو ترمنځ روان دي چې د ټکنالوژۍ او اقتصاد له نګاه له یوبل سره ډېر ستر توپیر لري، یو اړخ ډېر پیاوړی او بل اړخ ډېر ناتوانه دی.

دویم دا چې د دواړو لوریو ترمنځ نه یوازي نظامي او سیاسي اختلاف دی، بلکي ترمنځ یې د تهذیب، کلچر، عقیدې او فکري اختلاف، موضوع نوره ورته پیچلې کړې ده.

درېیمه ځانګړتیا یې دا ده چې دلته زورور اړخ، (امریکا) تراوسه په دې کې ناکامه بریښي چې خپل کمزوری جانب مقابل اړخ (طالبان) د زور، زر، پخې دیپلوماسۍ او نړیوالي یکه تازۍ په مټ، بلیک میل او یا تطمیع کړي، او بیا د خپلو شرایطو په رڼا کې ورسره تفاهم ته دوام ورکړي.

له همدې ځایه ده چې مذاکراتي مجلسونه یې له لږ پرمختګ سره یو او بل پړاو ته غځیږي، دا چې په دې تېرو پړاوونو، خصوصاً په وروستي هغه کې څه تېر شوي؛ په اړه به یې مذاکراتو ته د نږدي منابعو نه د تر لاسه شویو معلوماتو په اساس یو لړ حقایق درسره شریک کړم.

— لومړی خو د امریکا هڅه دا وه چې ځان درېیمګړی کړي، په کابل کې خپل تحت الحمایه موجوده سیټپ ژوندی وساتي او طالبان د یو کمزوري جهت په شکل ورسره پتلیز کړي، خو طالبانو نټه وکړه، پرځای د دې چې امریکا په طالبانو خپل دا موقف ومني؛ برعکس امریکا اړه شوه چې د طالبانو شرط ورسره ومني او خپله د یو اصلي جنګي جهت په بڼه ورسره خبرو ته اماده شي.

— بیا امریکا غوښتل چې ترڅنګ یې د کابل حکومت هم د یو درېیم جهت په حیث په مذکراتو کې برخه ولري، چې دا هم طالبانو مسترد کړ، حتی چې له امریکا سره تر توافق وروسته په بین الأفغاني بحثونو کې به هم د دولتي جهت په حیث ورسره نه ګوري. دغه ټکي کې هم طالبانو امریکا تنزل ته اړه کړه او دا خبره یې له طالبانو سره ومنله.

— ویل کیږي چې امریکایانو داسي پلان درلود چې په نظامي یونیفورم کې ځواکونه به وباسي، خو په غیر نظامي بڼه، د قراردادیانو او یا سفارت ساتونکې عملې په شکل به بیا هم د دوی کسان په افغانستان کې پاتي وي. ولي طالبانو یې له هر ډول موجودیت سره کلک مخالفت وکړ، ترڅو چې ټول بهرني پرسونل يې د اخراج په لیست کې ځای پرځای کړل شول، پرته له رسمي سفارتي کارکوونکو نور به ټول بهرنیان وځي. ویل کیږي چې د مذاکراتو له اوږدو بحثونو نه یو هم همدا ټکی و.

— سرچینې وایی چې طالبانو پر دې خبره ټینګار کاوه چې له وتلو وروسته به امریکا په افغانستان کې د نه لاسوهني لیکلی ډاډ ورکوي، او داسي شرایط به له دوی سره مني چې په آینده کې د هغوی د مغرضانه لاسوهنو مخه ډب کړای شي. چې امریکا د طالبانو دا غوښتنه ومنله او په معاهده کې یې شامله کړه، چې بیا به د نړیوالو ګواهانو په وړاندي ورباندي لاسلیک کوي.

— بل جالب ټکی دا دی چې ویل کیږي امریکا د مذاکراتو په جریان کې پرځینو داسي شیانو توافق ته هم اماده شوه چې د هغوی له رسنیز کیدلو یې جدي ډډه کوله او هم یې ټینګار کاوه چې باید رسنیز نشي.

د شنونکو په باور دا دوه احتماله لري یو دا چې په رسنیز کېدو سره یې په امریکا کي د سولي مخالفین پری ونه پاریږي او بل احتمال دا دی چې ښایی له رسنیز کیدلو سره به یې دوی وېره محسوسوي چې د دوی تحت الحمایه د کابل رژیم د مورال بایللو او سقوط سبب به شي.

د طالبانو یوې سرچینې د دې پوښتني په ځواب کې چې ولي د امریکایی لوري زیاتره چارواکي له مذاکراتي ناستي وروسته ضدونقیض څرګندوني کوي؟؛ لکه د سپیني ماڼۍ چارواکي د ځواکونو د وتلو خبره وکړي، خو د پنټاګان او یا په افغانستان کې میشت جنرالان دا خبرونه په کلکه رد کړي؛ وویل، دا ځکه چې امریکایان د مذاکراتو پرمهال ځیني خبري په یو شکل مني خو په میډیا کې یې له دې ویرې چې هسي نه د کابل رژیم د امریکایی ځواکونو له وتلو سره هم مهاله ونه شړیږي؛ ضدونقیض اظهارات کوي.

مګر ځیني شنونکي بیا د امریکا تاریخي شالید ته په کتو د دې خبري احتمال هم نه ردوي چې کیدای شي دا طالبانو ته چل جوړول وي، ښايي په آینده کې امریکایان دې ته لار پرانیستي پریږدي چې له توافق نه په ځینو برخو کې سرغړونه وکړای شي، خو قوي احتمال دا دی چي امریکایان چې د طالبانو د شرایطو منلو کوم تریخ غړپ کوي؛ نو لمړی په میډیا کي په آزاده بڼه کوم خبر نشر کړي، بیا یې لږ وخت وروسته د کوم چارواکي په خوله رد کړي، تکراراً داسي کوي، بیا وروسته چي کله عامه ذهنیت ورسره عادي کړي، بیا یې نو عملي کړي، ممکن د نیوزویک مجلې وروستۍ خبره هم همداسي وي چي ویلي یې و، امریکایې ځواکونه به د طالبانو پرضد تهاجمي بریدونه ودروي.

— د یو طالب چارواکي په خبره، د امریکايي پلاوي له لومړي سره هڅه دا وه چې د مذاکراتي پروسې سره سم باید په وقفه يي شکل، اوربند هم ترسره شي، خو طالبانو تري انکار کاوه، چې بلآخره امریکا مجبوره شوه، د اوربند مسئله یې بین الأفغاني ناستې ته پریښودله.

دا چې امریکا پر اوربند ولي ټینګار کاوه او طالب لوري ولي ترې ویره محسوسوله، د دې لامل داسي ښودل کیږي چې په دې توګه امریکا غوښتل چې پخپل موجودیت کې د طالبانو جنګي ماشین ور پڅ کړي، او طالبانو دا نزاکت حِس کړی، ځکه د بهرنیانو په شتون کې له اوربند کولو نه تل ډډه کوي، طالب ویاند هم په یو ټویټ کې د دې وضاحت داسي وکړ: « د مسئلې تر حل مخکې یا هدف ته تر رسیدلو مخکې اوربند د مبارزې د پرېښودلو په معنا دی».

د لاسلیک مرحله

سره له دې چې دواړو خواوو له هر پړاوه وروسته د پرمختګ خبر ورکاوه، خصوصاً امریکایي لوري په ټینګار سره ویل چې په نژدې وخت کې به له طالبانو سره یو نهايي توافق ته ورسیږي، بیا ولي د لاسلیک مرحله وځنډیده؟

په دې اړه مذاکراتو ته نژدې د طالبانو یوې سرچینې وویل، که څه هم د اتم پړاو مذاکرات خورا جدي او ستړي کوونکي وو، حتی چې په وینا یې د شپي له مخي به هم تر دوو درو بجو پورې جدي بحثونه روان ول، د جمعي، عرفې او اختر په ورځو شپو کې هم خبرو جریان درلود، خو په وینا یې بیا هم څنګه چې توقع وه؛ ټولي مسئلې په کلي توګه حل نشوي، ځیني اختلافي ټکي لا بیا هم پاتي دي چی بحث ته اړتیا لري، که څه هم یادي سرچینې لاینحله ټکي په ګوته نکړل خو په خبره یې، په راتلونکي پړاو کې به په قوي احتمال سره هغه هم حل شي. او له هغه وروسته به د نړیوالو شاهدانو په حضور کي اعلان او بیا لاسلیک شي.

پای …………!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

محترم ميوند صاحب ښه پوره او په زړه پوری معلومات وړاندی کړی ، کور يی ودان .

Ahmed

مننه
ده حق ده برېاء په هېله

محمد نور

ښه لیکنه او ښه معلومات وو

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x