نړۍ

کشمیر: ۳ پاکستاني او ۵ هندي پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل):   د پاکستان او هند تر منځ د لانجمنې سیمې کشمیر سره پر پوله ډزو کې ۳ پاکستاني او ۵ هندي پوځیان وژل شوي دي.

الجزیره تلویزون د پاکستان د پوځ ویاند ډګرجنرال اصف غفور له قوله لیکلي چې نن پنجشنبه هندي ځواکونو د کنترول پر کرښه د دوی پر لوري ډزې وکړې چې له کبله یې ۳ پاکستاني پوځيان و وژل شول.

اصف غفور په ځوابي ډزو کې د پنځه هندي پوځيانو د وژل کیدو ادعا هم کړې ده.

خو د هند پوځ بیا د پاکستان د پوځ ویاند ادعاوې چې ګواکې پنځه هندي پوځیان د پاکستان سره پر پوله وژل شوي دي رد کړي.

د پاکستان له خوا اداره کیدونکي کشمیر کې سیمه‌ییزو پولیسو الجزیره ته ویلي چې د هندي ځواکونو پر ډزو دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

د پاکستان او هند تر منځ تاوتریخوالی په وروستیو کې هغه مهال زیات شو چې هند د کشمیر څخه نیمه‌خپلواکي واخیستله او د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده یې لغوه اعلان کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

الله پاک د شهادت قبول کړي د ملت ویاړ دي او کورنو یو ته د خدای پاک اجر او صبر ورکړي او شهادت دې الله پاک قبول کړي

مجاهد

پتنګ صاحب ! دا سمه ده چه د هندوانو په مقابله کی د مسلمان وژنه شهادت دی او مونږ باید ورته دعا وکړو ویاړنه پری ځکه نه شو کولای چه پاکستان او هند کی د انګریزانو فزیکی نظامی او سیاسی حضور قطع شوی او په ځای یی په هماغه پوستو هندی او پاکستان غلامان چه لندن کی له پلرینی او نیکینی هستوګنه لری سرمایه ګذاری پری شوی بیلونران دی داخلی او خارجی پالیسی ورته انګریزان ورکوی په ځانګړی دول پاکستان چه د پاکستان په نوم جوړ شوی مګر اصل کی د الهی نظام د مخنیوی دپاره سیمه کی دوهم اسراییل… نور لوستل »

عبدالله

مجاهد صاحب! که په لاس درغلم وژنه می مه باور وکه په دیرو شیانو کی درسره هم نظره یم، یو سه اختلاف نظر چی لرو تر بحث او مناقشی وروسته به یا ته قانع شی یا زه.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x