ورزش

کرېکټ بورډ «اډرین مکنمن» د ارواپوه په توګه پر دنده وګوماره

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ هېواد ارواپوه اډرین ډېوېډ مکنمن په دنده وګوماره.

د کرېکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې «اډرین ډیویډ مکنمن» یې لوبغاړو د روحي پياوړتیا او د لوبې پر مهال د غوره دقت کولو په موخه ټاکلی چې دغه چاره به د لوبو پر مهال د لوبغاړو د رواني پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د خبرپاڼې له مخې ارواپوه ډاکټر د لوبغاړو د ذهني مهارت د پياوړي کولو، پر ځان باوري توب، پر لوبې تمرکز، پر ځان د کنټرول ساتلو او د لوبې د جذبې په برخه کې هم مهم رول ادا کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اجراییه رییس لطف الله ستانکزي د ارواپوه ډاکتر د ټاکل کیدو په تړاو ویلي چې نوموړی به له ټولو لوبغاړو او د ادارې له کارکوونکو سره په اړوند برخه کې له نږدې کار وکړي او هیله ده ډېرې لاسته راوړنې ولري.

نوي ټاکل شوي ډاکتر اډرین ډېوېډ مکنمن هم ویلي چې د افغانستان لوبډله د دې وړتیا لري چې د نړۍ لومړۍ درجه لوبډله واوسي، ځکه دا ټوله په ذهن پورې اړه لري چې څرنګه یو لوبغاړی د لوبو په ډګر کې خپل هدف ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې چې دی به له هر افغان لوبغاړي سره د دوی وړتیا، پر ځان باوريتوب، ذهني پياوړتیا، کمزوريو، ښوونې او روزنې ته په پام سره کار وکړي او دغه راز دا خبره هم مهمه ده چې څرنګه دوی په ښه توګه خبرې وکړلی شي.

اډرین له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا او زمبابوې له کرکټ بورډونو او د مالیزیا او راجستان د کرکټ له ټولنو سره د ارواه پوهنې د ډاکټر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

کرېکټ بورډ وايي چې نوموړی به په اداره کې لومړی د دریو میاشتو ازموینیزې دورې لپاره کار وکړي، که چېرې یې شتون مثبت ثابت شو نو یو کلن قرارداد به ورکړل شي.

دغه راز باید یادونه وشي چې راتلونکې سپتمبر میاشت کې به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې هېوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ په بنګله دېش کې د درې اړخیزه لوبو سیریز هم ترسره شي چې د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي مسوولیت به په کې د غوراوي کمېټې اوسنی غړی انډي مولز پر غاړه لري.

د افغانستان کرېکت بورډ ادارې د لوبغاړو د مشر روزونکي لپاره له دې وړاندې بست اعلان کړی چې تر اوسه پورې ورته یو شمېر کسانو غوښتنلیکونه رالېږلي دي، تر هغې چې د روزونکي په توګه نوی کس ګومارل کېږي؛ انډی مولز ته به د راتلونکې درې اړخیزه سیریز مسوولیت ورغاړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x