نظــر

امان الله خان او په افغانستان کې د سیکولرزم د خپراوي هڅه

احمدارشاد سعید

افغانستان ممکن په نړۍ کې یوازنی اسلامي هیواد وي چې اوسېدونکو یې هر وخت هیواد ته د پردیو افکارو د ورود مخه نیولې ده. ددې هیواد خلکو د امان الله خان په وخت کې د سیکولرزم مخه ونیول، د نور محمد ترکي او کمونستانو پر مهال یې د کمونیزم او الحاد مخه ډب کړه او دادی اوس یې د لیبرالیزم او ډیمکراسۍ مخنیوي ته کار ویلی دی.

ددې لپاره چې هیواد ته د پردیو افکارو د ورود له سلسلې اګاه شو، لومړی یې له سیکولرزمه راپیلوو. دا موضوع د لا وضاحت لپاره په لاندي عنوانونو وېشل کیږي.

سیکولرزم:

سیکولرزم له انساني ژونده د دین د لیري والي تګلاره ده. دا نطریه په اصل کې د الله تعالی او د هغه جل جلاله د رالېږل شویو ارشاداتو پر وړاندي د ماډرن انسان بغاوت دی. سیکولرزم دین د انساني ژوند له ټولو برخو لیري او یوازي یې د انسان په نفس او ضمیر کې راګیروي. دا په داسي حال کې چې کائنات د الله تعالی تخلیق دی، انسان او ځمکه د همدې خلق شويو کائناتو برخه ده، نو ددې پر ځای چې انسانان او نړۍ دي د کوټه افکارو او  نظریاتو حاکمیت ومني، د سالم عقل فیصله دا ده چې  یوازيباید  د الله تعالی قانون خپل کړي .
سیکولرزم د دین تر ردولو وروسته د دین تشه له الحاده په زېږېدلو افکارو او تګلارو ډکوي. سیاسي برخه په ډیمکراسۍ( ولسواکۍ؛ چې د الله تعالی د حاکمیت حق د خلکو اکثریت ته ورکوي) ، اقتصادي برخه په کپېټالیزم ( سرمایه دارۍ؛ چې د هرې لارې مشروع وي که نامشروع د سرمايې د ګټلو توصیه کوي) او اجتماعي برخه په لیبرالیزم ( له هر ډول اخلاقي او اجتماعي قید او شرط څخه د فرد آزادي)  ډګوي.

دلته پر سیکولرزم همدومره بحث کافي دی، خو دا چې په افغانستان کې ددې نظریې د ترویج لومړۍ هڅه چا وکړه دې موضوع ته تم کیږو.

افغانستان ته د غرب پالنې تصور لومړی ځل د امیر شیر علي خان د حاکمیت پر مهال راواد شو. امیر شیر علي خان چې په اروپا کې یې زده کړي کړي وې تر ډیره هڅه کول چې د نظام ظاهري بڼه لکه د دربار جوړښت، د پوځ طرحه او داسي نور په اروپایي طرز عیاره کړي، تر دې ورها خوا یې په ورځني ژوند کې د اروپایانو تقلید نه غوښت. خو تر امیر شیر علي خان وروسته امان الله خان لومړنی شخص وو چې د ژوند په ټولو برخو کې یې غربي طرز خپلول غوښتل او په لویه سطحه یې د سیکولرزم د ترویج هڅې پیل کړې.

امان الله خان او د غربپالنې خپلول:

امیر حبیب الله خان د خپل حاکمیت په لومړیو کې ستر بسټیز کارونه وکړل چې نېکه نتیجه یې تر اوسه پر ځای پاتي ده. خو ددې تر څنګ امیر له عیش او عشرته ډک دربار درلود چې د بهرنیو مېلمنو تر څنګ پکې د روڼ اندو ( روشنفکرانو) په نوم له غربي کلتور څخه متأثرې ډلې پکې فعالیت درلود. د امیر حبیب الله خان بېغورۍ، له عیش او عشرته ډک دربار چې امیر یې کاملا راحصار کړی وو، په دولتي ادارو کې فساد او رشوت او څه نور عوامل روڼ اندې ډلې ته د لا فعالیت زمینه برابره کړل.امان الله خان د  دربار د همدې روڼ اندو تر تأثیر او پالنې لاندي په داسي یوه ماحول کې رالوی شو چې فضا یې کاملا غربي او پردۍ وه. عقلي بلوغ ته تر رسېدو وروسته یې هم امان الله خان د دوی تر پراخ تأثیر لاندي وو. د روڼ اندو ( روشنفکرانو) اساسي مرجع حبیبیه مدرسه ( اوسنۍ حبیبه لېسه) وه ، پر دې سربیره له دربار او حبیبې لیسې دباندي هم روڼ اندو شتون درلود. دا ډله د غربي افکارو او ډیمکراسۍ پیروې وه او غوښتل یې امیر له واکه لیري او شاهي نظام په مشروطه نظام واړوي. دې ډلې د امیر له بېغورۍ په استفادې په هیواد کې د نوي تمدن او فرهنګ په نوم د سیکولرزم او غربګرایۍ د خپرولو  هڅې پیل کړې چې وروسته یې نتیجه د امان الله خان په څېر شخص کې راووتل.

د روڼ اندو لومړۍ ډله که څه هم د امیر حبیب الله خان لخوا ډېره وځپل شول خو کاملا خاموشه نه شوه، تر دې چې دې ټولۍ د امان الله خان او د هغه د مور ( سرور سلطانه بیګم) په مرسته امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش کې په مخفیانه ډول په داسي حال کې وواژه چې امیر په خپله شاهي خېمه کې ویده وو.  د پلار تر مرګ څو ورځې وروسته د خپلوانو په قانع کولو امیر مان الله خان واک تر لاسه کړ.

د امان الله خان د فکر مرجع  اصلي څوک وو؟

د روڼ اندو په دویمه ډله کې په فکري لحاظ تر ټولو مخکښه څېره محمود طرزي وو چې له غربي افکارو او ګرایشونو کاملاً متأثره وو. طرزي په استانبول کې تر اوسېدلو وروسته غربي ګرایشونه خپل کړي ول، دی په ترکیه کې د کمال اتاترک او په ایران کې د رضا شاه پلوي د فکر پلوی وو. سراج الاخبار محمود طرزي ته د انګریزي استعمار خلاف د اواز پورته کولو سربیره د سیکولرزم د خپراوي پراخه زمینه برابره کړه. ټول تاریخ لیکونکي په دې اړه په یوه خوله دي چې محمود طرزي د امان الله خان لپاره یوازنۍ فکري مرجع وه. ویل کیږي د امان الله خان د اصلاحاتو په نوم افساداتو کې  محمود طرزي او لور یې ملکه ثریا پوره لاس درلود.

امان الله خان څه وخت د سیکولرزم په علني خپرولو پیل کړ؟

شاه امان الله خان واک ته تر رسېدلو وروسته د اصلاحاتو لړۍ پیل کړې. دا اصلاحات په دوو مرحلو ویشل کیږي چې لومړۍ مرحله د استثنی سره سره د دویمي په پرتله د ولس له هرکلي سره مخ شوه. تر لومړۍ مرحله اصلاحاتو وروسته شاه د اروپا په سفر ووت او له ځان سره یې خپله میرمنه ملکه ثریا او محمود طرزي هم یوځای کړل. ملکه د طرزي په غربپاله کورنۍ کې لویه شوې وه، دیني او ټولنیزو اررښتونو ته ډیره کمه پابنده وه. ملکه ثریا له خپل خاوند امان الله خان سره د غربي کلتور په نشر کې پوره همکاره وه. د هغه وخت  اخیستل شوي نیمه لوڅ تصویرونه ددې دیني او کلتوري التزامات ښه په ډاګه کوي.  ددې په اړه دا هم راځي چې یوه ورځ یې خپل د سر پړونی تر پښو لاندي کړ او بیا یې وویل ( عصر تاریکی ها درگذشت؛ د تاریکیو وختونه نور تېر شول)

امان الله خان د عادته خلاف پوره ۶ میاشتي له هیواده بهر وو او لدې سفره تر راستنېدو وروسته کاملاً بدل او مغروره  شوی وو. هیواد ته د راستنېدو وروسته یې په ښکاره او شعوري ډول د سیکولرزم په خپراوي لاس پوري کړ. د اصلاحاتو په نوم یې د اسلامي او ټولنیزو اصولو خلاف فاسد فرمانونه صادر کړل. پر حجاب یې بندیز ولګاوه، دده په امر د کابل په جادو کې لویې لوحې وځړول شوې چې پر لیکل شوي ول پر دې لاره چادري کړي ښځي نشي تېرېدلای. د جمعې د ورځې رخصتي یې شنبې ورځې ته واړول، د کابل پر خلکو د دریشي اغوستل اجباري شول، په لاس ورکولو ستړې مشې منع شول او پر ځای یې باید د پرنګیانو په شان خولۍ له سره لیري او روغبړ وکړي. له نظامه رانیولې تر روځني ژونده پوري په هر څه کې غربپالنه پیل شول.

امان الله خان او تر څنګ یې محمود طرزي په هیواد کې په شعوري ډول د سیکولرزم او بې دینۍ ترویجول غوښتل، دوی دواړه په ترکیه کې د کمال اتاترک او په ایران کې د رضا شاه پهلوي د فکر پلوي وه. کمال اتاترک چې ډیری ترکان یې ایتاترک ( د ترکانو سپی) نوموي په ترکیه کې اسلامي خلافت ړنګ کړ، ۱۸ کاله یې پر آذان کولو بندیز ولګاوه، عربي ژبه یې منع اعلان کړل،  د ترکي ژبي عربي رسم الخط یې په لاتیني واړوی، حجاب یې منع اعلان کړ، اسلام یې د رسمي دین په توګه د ترکیې له سیاست او قانونه حذف کړ. ددې فاسدو تحولاتو تأثیرات تر اوسه هم په مسلمانه ترکیه کې لیدل کیږي. د مثال په ډول پداسي حال کې چې د ترکیې شاوخوا ۹۷ سلنه وګړي مسلمانان دي، د اتاترک له وخته نیولې تر اوسه یې  هم د دولت رسمي دین اسلام نه دی.

رضا شاه پهلوي هم د امان الله خان په څېر د خپل حاکمیت پر مهال ترکیې ته سفر وکړ او تر راستنېدو وروسته یې د سیکولرزم هماغه نسخه په ایران کې عملي کړل کومه چې امان الله خان په افغانستان کې عملي کول  غوښتل. دلته امان الله خان د (اصلاحاتو) په نوم د اسلام د شعائرو مخالفت شروع، هلته رضا شاه (د خرافاتو د له مینځه وړلو) په نوم د اسلام د اصولو پر وړاندي ودرېد.

ددې موضوع په اړه د ځینو اندېښنو ځوابونه:

لومړۍ: د امان الله خان دولت او د انګریزانو دسیسې:

دا خبره چې د امان الله خان دولت د انګریزانو د دسیسو په نتیجه کې له مینځه ولاړ د امان الله خان پر سهوو او غلطیو د پردې اچولو هڅه ده. دا په اصل کې خپلې غلطۍ پر نورو ور اړول دي. انګریزانو د امان الله خان دولت په رسمیت وپېژندلو، په انګلستان کې یې د امان الله خان دود هرکلی وکړ، ده ته یې د تزاري روسیې د لوی امپراطور ( پتر کبیر) لقب ورکړ او وروسته یې هم ښې اړیکي ورسره پاللې، تاریخ لیکوونکي په دې اړه په یوه خوله دي چې د انګریزانو لخوا د امان الله خان د دولت خلاف دسیسو په اړه هیڅ لاسوند وجود نه لري. په دې اړه پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ لیکي:

(مخصوصاً په دغه شرقي قومونو کې یوه سلسله تحرکات روان و او د غبار په کتاب کې هم واضح دي، چې ډېرو ملایانو تحرکات کول اما دا چې سړی ووایي دغه خپله حکومت د انګلیسانو یعنې حکومت د هندوستان، دوی استولي لېږلي، دا ماته ثابته نه ده، معلومه نه ده او ممکن ده کړي يې وي، ممکن نه يې وي کړي؛ مګر داسې په رسمي ډول سره په دا اوراقو کې ماته داسې شواهد چې وښيي حکومت د انګلیس د اعلیحضرت امان الله خان په را چپه کولو کې سهم لري او اقدام يې کړی وي، ماته معلوم نه دي او باید دا وویل شي چې امیر امان الله خان چې د سفر څخه را وګرځيده، مخصوصاً په انګلستان کې هم حکومتي عمالو هم خلکو، د اعلیحضرت امان الله خان استقبال نظر هر بل مملکت ته زیات کړی و، اعلیحضرت امان الله خاان هم د دوی د دغه ښه استقبال څخه نهایت مشکور و، حکومت هد برتانوي اساساً د اعلیحضرت اماان الله خان د اصلاحاتو مخالف نه و او نه هغوی هم یعنې واقعاً په دې باندې خوښ و، چې په افغانستان کې دغسې اصلاحات راشي، افغانستان چې د هغه پخواني ذهنیت سره ژوند کاوه او په نوې دنیا کې داخل شي، د دې اصلاحاتو هغوی مخالف نه و) [پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ، کتاب؛ ژوندۍ خاطرې، لیکوال؛ ډاکټر عبدالعلي ارغنداوي]

همدارنګه (Encyclopædia Iranica) هم د امان الله خان د تجدد ګرا هڅو د ناکامېدو په اړه په یوه لیکنه کې وايي:

(Views conflict as to why Amānallāh’s modernization attempt failed. Many Afghans believe that the revolt was the result of a British plot, but careful research in the secret British files of the period has failed to substantiate this charge, and there is considerable circumstantial evidence to disprove it)

(په دې اړه چې ولي د امان الله خان د عصري کولو هڅې ناکامه شوې مختلف نظریات شتون لري. زیاتره افغانان په دې اند دي چې بغاوتونه د انګریز د دسیسو پایله وه، خو د برتانیا د هغه وخت په ډیرو پټو اسنادو کې ژوره څېړنه ددې تور په اثبات کې پاتي راغلې ده. او پر دې سربیره نور د پام وړ شواهد هم شته چې دا خبره غلطه ثابته وي.)

په دې اړه د میر غلام محمد غبار (افغانستان در مسیر تاریخ) کتاب کې هم څه تفصیل موجود دی چې لنډیز یې په لاندي ډول دی:

( امان الله خان د اروپا له سفره تر راګرځېدو وروسته ډیر مغروره شوی وو، او په هغې بیړې سره یې چې د اصلاحاتو په برخه کې یې وکړه هیواد د یوې چاودني خواته بوت. دربار له دودیز شکله په غربي شکل واوشت، کالر او نیکټايۍ د وطني یخن او ساده کالیو ځای ونیو، عیاشي او وخت ښه تیرول پیل شول، رښتني او ګټور ریفورم په مضرو فرعي لوبو بدل شول. د اصلاحاتو د تطبیق په اړه د خلکو ارزښتونه، هیلې او غوښتني له پامه وغورځول شوې، ددې پر ځای چې د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي، شاه په بې ځایه او حساسو مسائلو په تبدیلۍ لګیا شو.)

دویمه: د ملکې د نیمه لوڅ تصویر نشرېدل:

دا اندیښنه تر ډیره پر ځای ده، خو دا چې د ملکې انځور دي فوټوشاپ شوی وي او ددې سر دي د بل چا پر تنې ایښودل شوی وي له حقیقته لیري بریښي، ځکه دې کار ته له سره ضرورت نه وو، د ملکې نیمه لوڅ اصلي انځور اوس هم په انټرنیټ او ارشیفونو کې خوندي دی، داسي  بریښي چې همدا عکس دي یې هغه مهال په کلیو او ښارونو کې خپور شوی وي، خو ددې ستونزې ګوته بیا هم ملکې او امان الله خان ته نیول کیږي نه هغو کسانو ته چې  دا تصویر یې نشر کړی وو.  په داسي حال کې چې تر امریکایي اشغال وروسته ۱۸ کاله په هیواد کې د غربي فرهنګ او عیاشۍ خپرولو بازار ګرم دی، د اوسني نظام لومړۍ میرمنه ددې جرأت نشي کولای چې پړونی له سره لیري کړي، څه فکر کوئ چې هماغه مهال د ملکې لوڅ سر او پړونی غورځول به احساسات نه راپارول؟

په داسي یوه هیواد کې چې ۹۹ سلنه اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د ملکې لخوا داسي اسلام دښمنه اقدام چې له مخالفت سره مخ نه شي نو څه به وشي.

پر دې سربیره ترکیې ته له شرعي محرم پرته د افغانو نجونو استول هم د اسلامي شعائرو سره د شاه ټکر په ډاګه کوي چې باید نه وای شوي.

که امان الله خان د اروپايي تقلید او سیکولرزم د خپراوي پر ځای اقتصادي، تخنیکي او پرمختیايي مسائلو ته پام ور اړولی وای او له اروپا یې یوازي د تخنیک پر راواردولو بسنه کړې وای، نن به مو د پرمختللو هیوادونو په قطار کې ځای درلود، ځکه ولس د انګریز خلاف د امان الله خان تر څنګ ودرېدل او هیواد ته یې استقلال وباښه، د اصلاحاتو له لومړۍ مرحلې څخه چې سیکولرزم او غربپالنه پکې ډیره کمه تر سترګو کېدل تود هرکلی وکړ، دا ولس وروسته هم د امان الله خان تر څنګ په ټینګه درېده، خو د امان الله خان توند خوی، اسلامي اصولو ته کمه پابندي، د ولس ارزښتونه له پامه غورځول، د غرب ړوند تقلید او د پرمختیايي کارونو پر ځای په بې ګټې او حساسو مسائلو اخته کېدل ددې لامل شول چې هیواد د پرمختګ په برخه کې پیړۍ پیړۍ شاته وغورځوي.

پر دې سربیره تیرو خبرو ته په کتو سره د هغه وخت د روحینونو او علماؤ په اړه داسي څه شتون نه لري چې دوی ته دي د ملامتۍ ګوته ونیول شي. د شاه د اسلام ضد اقداماتو پر وړاندي د هغه وخت له علماؤ همدا توقع پکار وه، دا شرعي هم وه او منطقي هم. خو یوازنی څه چې په اړه یې د هغه وخت علماؤ ته ګوته نیول کېدلای شي هغه دا چې پداسي حال کې چې له بهره د راواردو شویو دسیسو پر وړاندي ولس هر ډول قربانۍ ته اماده وو، ولي باید حاکمیت د بچه سقاو په شان بې سواده کس ته پرېښودل شوی وای؟ ولي هڅه نه کېدل چې تر قربانیو وروسته د شریعت مطابق هغه کس حاکمیت ته رسېدلی وای چې هم پر شرعي اصولو برابر وای او  هم  یې د هیواد د آبادۍ او ښېرازۍ تنده لرلای. دلته هر ځل قرباني ملا ورکړي، خو وروسته حاکمیت داسي چا ته وسپاري چې د اسلام هیڅ اصولو ته پابند نه وي، او یا یې د عملي کولو هیڅ تنده نه لري.

دا چې افغانانو یو ځل بیا د لبرالیزم او ډیمکراسۍ مخه ونیول او ۱۸ کاله یې د خپلو وینو او غوښو په بدل کې د اسلام له ټولو شعائرو دفاع وکړه، که تر دې وروسته حاکمیت بیا هم داسي چا ته سپارل کیږي چې تر اسلامي شریعت ورته پردي افکار ارزښتمند وي، او یا داسي چاته چې د اسلامي شریعت د تطبیق جذبه نه لري، دا به په رښتیا هم د مسلمان ولس له ټولو قربانیو سره ستره جفا وي چې بیا به یې جبیره نورو ۴۰ کلونو قربانیو ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سعید صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ، مونږ د ملحد، غلام او پلار قاتل امان الله په اړه تر یوی کچی زیات باوری معلومات درلود مګر ستاسی لیکنی می معلومات لا زیات او باوری کړو . مننه کوو . مګر د یوی خبری سره مو توافق نه لرم چه تاسی د امان الله خان خپلواکی تر لاسه کولو به اړه لیکلی وو مونږ هغه وخت خپلواکی لرله، ښه ثبوت یی همدا چه د هغه وخت استعماری رقیبان په ځانګړی سیمه کی روسان او ا ګریزان وو انګریزانو دهند لویه وچه او روسانو د مرکزی اسیا هیوادونه خپل کړی… نور لوستل »

پتنګ

دا عکسونه خو لا پټ دي خو دبرلین په تارخي موزیم کې ملکه داسې لوڅ عکسونه لري لکه د هند یوه رقاصه!
امان الله بې عقل کیفي انسان وو کله چې زور پرې راغی لک بګېلی ورېړز میدان یې پرېښود او هند ته وتښتېده !! !!

اتل افغان

د ### څخه خو اوس هم پټه ده. تاسو که د ##### مولانا سمیع الحق، مولانافضل الرحمان (###) د هغې میرمنې او لوڼې او اولادونه یې وګورۍ.

عبدالوا حد اڅګزۍ

احمدارشادسعیده وروره اسلام علیکم ډیرښه معلومات دی لیکلۍ دۍ زه دالله دکلام په معنی زده کولواواوامروپیادولوبیخی له ډیره وخته مصروف یم اوهم دلویو عالمانو لکه سیدجمال الدین افغان،خواجه عبدالله انصاری ،ګل پاچاالفت اودرحمان باباددیوان په څوواره تکرارویلومصروف یم،ټوله خرابی چه ماته معلومه سوی ده دامان الله خان دزمانی رانیولی ترننه ددغه بیعلمه ږیرورو عالمانوده چه ځانونه عالمان بولی ولی دوی دقرآنه ناخبره دی فقط ۵بیناوی داسلام یی زده کړی اوډیری دوعاوی زده کړی دی خلک چه ددوی اسلام وینی کافر سی وایی داڅه سپسطی دی دوی ندی خبرچه داجاهلان له قرآنه ناخبره دی دمثال په ډول ته دقرآنکریم دالحدید ۷۵سوری… نور لوستل »

غوربندي

اڅکزی صاحب تاسو دا پورته ليکنه يو ځل بيا ولولی،،، له يوه لاس څخه ټک نه خيژي،، کله چې حاکم نظامونه د سيکولريزم په ترويج بوخت وي نو تاسو ووايی چې په داسې يوه محکومه ټولنه کې به د ملا او عالم حيثيت او د کار نتيجه څومره وي؟؟ کله چې شاه امان الله د تخنيک پر ځای له غرب څخه بې ديني واردوي نو د سوره حديد تدريس او تفسير به عملا کله هم ملموسه ګټه ونلري. او تاسو ته نه ښايي چې علمای کرام تر مطلقې نيوکې او ملامتيا لاندې ونيسی! دا ګيله هم له سيکولرانو وکړی چې… نور لوستل »

اورتور

دا «ښاغلۍ» احمد ارشاد سعید دی ځان معرفی کی چی څوک دۍ او په کوم هویت دافغانانو دتاریخ پر مقدساتو په بر بنډه توګه په عام محضر کې ستاسو پر ویبپاڼه ملنډی وهی. لږ څه ددا ملت په مخ کی خو شرم وحیأ پکار ده !!!

غمی.پښتین

جوړ تکړه،
سعید ته،
له غازی امان الله خان څخه ازاد افغانستان را پاتی دی،
له ملکه ثریا څخه د شاه دو شمیره کابل ښکلا جومات را پاتی دی،
د دین ټیکدارانو طالیبانو ،مجاهدینو.څخه ځانمرګی را په برخه شول،
بل وار ته لیکنه کی پاسنی نقطه هم اضافه کوه،

مجاهد

د ترکی او کارمل په شان ( له الله یاغی امان الله خان ) د خیالی خپلواکی په نوم ترلاسه کولو یی د هیواد شمال روسانو او جنوب انګریزانو ته مفت وسپارلو او په بیه او سرباری توهین د پاره یی ورته په استعماری میدیا کی د خیالی خپلواکی ور مشهوره او امان الله ته یی د هغه د افغانستان د ویشنی خیالی خپلواکی د خپلواکی اتل وویلو. انګریزانو بیا د میدیا کمیشن کارانو ته دنده سپارلی چه له غلام، فاسد او ملحد امان الله اتل او له مجاهدینو غلامان جوړ کړی. لکه فاحشی چه خپل لونډان په نورو پاک… نور لوستل »

اتل افغان

مجاهد ډېر سپیڅلۍ نوم دی، زما په اند خو ته د یهودانو لخوا ګومارل شوی ### یې.

عبدالله

نن تکی اسیا اداره!
تاسو د تبصری د خپرولو لپاره سومره وخت لازم گنی؟؟؟ دا زما تبصری ولی نه خپروی؟؟ په دی چی مجاهد او جمیل عوندی افرادو خخه شرعی منطق او استدلال غوارو؟؟؟؟ په قیامت به ددی مجاهدی پوشتنه د خدای تعالی په حضور کی سره کوو چی د سرناخلاصو د پوهاوی لپاره یی کوو او تاسو مو مخ نیسی.

اتل افغان

زما په اند خو! اصلاً د جهاد پیل موږ د غازي امان الله خان په امر چې د هغه مهال د دیني علماوو سره په مشوره یې کړی ؤ. زموږ نیکونو هم جهاد پیل کړ. خو د یادولو ده چې زموږ دیني علما لکه اوس چې د سیمې یهودي دولت (پاکستان) د احمد رشاد سعید په شان ### پیدا کړي. هغه مهال هم هغوی چې د لوی غازي امان الله خان پر وړاندې وسواله مبارزه پیل کړه، هغه د اوسنۍ ### اولادونه وو. هو! اشتباهات یې لرل: خو د کافر قایداعظم په شان اشتباهات یې نه لرل. دغه ت###د، خو… نور لوستل »

مجاهد

اورتور صاحب ! ستاسی مستعار خو می پشتو قاموس کی نه کړو پيدا، چه دا به تاسی له کوم ځای تر لاسه کړی وی مونږ ورته درناوی لرو. یادونه : تاسی د سعید صاحب په لیکنه هوایی اعتراض لری هوایی په دی معنی چه اسناد او شواهد نه لری چه د سعید صاحب د ملحد او غلام امان الله په اړه په شواهدو او اسنادو درته د امان الله د الحاد او ملی لوی خیانت ( چه شمال افغانستان یی روسانو او جنوب یی انګریزانو ته په رسمی ډول وسبارلو ) او بیه یی دا چه روسانواو انګریزانو ورله په… نور لوستل »

اتل افغان

د نن ټکي آسیا څخه مننه چې زما تبصره یې خپره کړه. که څه هم چې زړه نه زړه وم چې خپره به یې کړي او که نه او سل په سلو کې په دې اند وم چې دا د یهودي دولت (پاکستان) د لخوا رامنځ ته شوې د پښتنو پر وړاندې یوه تبلیغاتي مرجع ده. لا هم پوره باور نه لرم چې دا د یوه خپلواک او افغان وېب پاڼه وي. خو د نن ټکي آسیا له ادارې څخه هیله کوم چې د احمد رشاد سعید په څیر خپرونې چې د افغانانو په ټپونو مالګې توړوي، له خپرولو ډډه… نور لوستل »

عبدالله

توجه: دتولول افغانی لیکوالانو او مبصرینو خخه هیله کوم چی د ##### یا انگریزان دی یا پنجابیان او یا هم بی علمه افراد. هیله کوم دغه دوه نفره مشکوک دی همیش که کومه د کابل په شان وژنه روا بولی نو موژ توله باید د روا یا ناروا اروند شرعی دلایل وغوارو. او دا باید په زغرده ورته ووایو چی ونیسه شرعا یی حکم ثبوت کره. زکه م#### خلگ غولوی او ددین خخه یی متنفره کوی.

Back to top button
14
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx