شعـــــرونه

د طالب الهام دوه غزلونه

طالب الهام 

چې شفتین مې دزړه مینه ستاپه خد ماتوي
زه دامنم چې تجاوز کاندي خپل حد ماتوي

که یوجهت یې دګناه وي بل صواب هم لري
زړونه دمینې کرونده کړي اوحسد ماتوي

هغه مې خوښ ندی چې زموږترمنځ دښوهڅه کړي
هغه دې ورک شي چې زموږ ترمنځه بد ماتوي

هغه دې تول عمر خوشحال نشي طالب الهامه
چې کوم انسان دې په مین زړګي کې ود ماتوي

غزل

ابتداء داسې دساکن په غړوندي ماتیږي
لکه په وینه چې اودس دهرسړي ماتیږي

په هسک مستي درعداوبرق بویه دشوخوپېغلو
که نه دحورو په لاسونوکې بنګړي ماتیږي

چې سرترپایه وي پوښلې دمجازڅهره کې
دخلکو ځکه بیا دمینې نه زړګي ماتیږي

بیابه ځوانان ورته دوینولوپټه په سرکړي
دازادۍ لیلی دشال نه چې زونډي ماتیږي

دتلو تابیا دې چې طالب الهام په لورې وکړي
سفرنیمګړی شي په پښوکې یې اغزي ماتیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x