
کونړ: د طالبانو په عملیاتو کې داعش ځپل شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): له څه مودې راهیسې طالبانو د کونړ ولایت په هغو سیمو کې چې داعش تر کنټرول لاندي دي، پراخ عملیات پيل کړي چې په ترڅ کې یې د ځايي اوسیدونکو په وینا اوس په دغه ولایت کې د داعش قوت ورځ په ورځ کمیږي.
د کونړ څخه د طالبانو یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې نن ورځ هم په دغه ولایت کې پراخ عملیات تر سره شول چې په ترڅ کې د نورګل ولسوالۍ اړوند سهیل تنګی، میجګل او کلينګل تنګی طالبانو نیولی.
د طالبانو سرچینې وايي چې په دغه جګړه کې ۵ داعشیان وژل شوي، ۳ ټپيان او لس کسان یې تسلیم شوي دي.
نن ټکی اسیا ته د ځینو نیول شویو داعشیانو نومونه هم رسیدلي چې په لاندي ډول دي:
د ملا سرحد وروڼه: جمل الرحمن او عبدالرحمن. يارجان، حکيم الله، حبيب الرحمن، حاجى عبدالمالک او شيرګل.
سرچینې ویلي چې دوه نور داعش مشران هم د تسلیمۍ لپاره اماده دي او ژر به تسلیم شي.
تر اوسه طالبانو د یاد پرمختګ خبر رسما نه دی ورکړی خو د سیمې څخه د داعش پر خلاف په جګړه بوخت یوه طالب نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی د تیرې ورځې په جګړه کې څلور ډاټسن موټر، څلور موټرسایکل او وسلې نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې ددې تر مخه طالبانو په سرپل او زابل ولایت کې د داعش پر خلاف لوی عملیات کړي وه چې په ترڅ کې دغه ولایتونه له داعشي جنګیالیو پاک شول خو په ننګرهار او کونړ ولایت کې یې اوس هم پر ضد د طالبانو پراخ عملیات روان دي.
لږ صبر وکړی ، یو وار ستاسو دا د تش په نامه د سولی خبری پای ته ورسری بیا به مو کار در جوړ شی.