افغانستان

اشرف غني: د طالبانو واکمنېدو سره افغانستان بېرته په شا ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، که طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شي، هېواد به بېرته په شاتګ پيل کړي او ځان يې د پخواني پاچا امان الله خان د نیمګړي فصل پوره کوونکی بللی دی.

اشرف غني دا څرګندونې په ارګ کې د خپلواکۍ د سلمي کليزې د نمانځغونډې پر مهال کړي دي.

غني د امان الله خان دوره د افغانستان لپاره زرينه دوره بللې او ځان د هغه د فصل پوره کوونکی بولي.

اشرف غني وايي، د طالبانو راتګ سره به افغانستان په شا ولاړ شي او ادعا کوي، چې د ده په واکمنۍ کې افغانستان په پرمختګ روان دی، په داسې حال کې، چې د نړيوالو راپورونو له مخې د افغانستان اويا سلنه خاروه د طالبانو په واک کې ده، حکومت يوازې په ښارونو کې واکمن دی او په ښارونو کې هم ناامني ورځ تربلې په زياتېدو ده، د امریکا او نړيوالې ټولنې د تېرو اتلسو کلنو پر مهال د ميلياردونو ډالرو د مرستو سربېره د کابل حکومت په نړيواله کچه د فساد اول کتار کې دی او د دغومره پرېمانه مرستو سربېره تر اوسه په افغانستان کومه ستره کارخانه او زېربنا نه ده جوړه شوې.

د ګډ حکومت مشر د طالبانو د بېرته واکمنېدو مخالفت په داسې حال کې کړی، چې د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي او دواړه غاړې وايي، دغه خبرې تر ډېره نهايي شوي دي.

د ګډ حکومت چارواکو له تېرو څو کلونو راهيسې په خپلو رسمي څرګندونو کې له طالبانو د سولې غوښتنه کوله، خو اوس چې د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې نهايي کېدونکي دي، د ګډ حکومت چارواکي د سولې د روانې پروسې او ممکنه هوکړې مخالفت کوي.

اشرف غني او ډله يې ټينګار کوي، چې لومړی بايد ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي او تر هغه وروسته د سولې خبرې نهايي شي، خو د امریکا او نړيوالې ټولنې سربېره ډېری افغانان د سولې پروسه تر ټاکنو غوره بولي او د پخوا په څېر ټاکنو ته خوشبينه نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ارمان سالار

که چيري ناامني، فساد، بيکاري او‌فحاشي پرمختګ وي نو دا خو دي بيخي له منځه لاړ شي. اشرف غني نور‌ په خپله کاﺫبه څيره او دروغجنو وعدو افغانان نسي غولولاى، دا د افغانانو ستر قاتل، د‌ امريکا غلام او د واشنګټن ساتونکى بايد نور خپل دروغ بس کړي او واقعي سولي ته دي نور خنډونه نه جوړوي.

اجمل

فحاشی خلګ په هر وخت کی خپل کار کوی، که په ښارونو کی وی او که په کلیو او نانډو کی.

غنی خو افغانستان د پنجاب له محتاجه خلاص کړ، افغانستان یی له اروپا او نړی سره وصل کړ، لوی اقتصادی پروژی یی پکار واچولی، کچیری تاسی یی کار ته پریږدیدی. طالبانو وخت کی ته او خدای چی د یوه تلیفون کولو لپاره به مو پاکستان ته منډی نه وهلی؟## لږ سترګی وغوړه وه.

ارمان سالار

ښاغلې! د لومړيو دريو ټکو‌(ناامني، فساد، بيکاري)څخه تېر سوې او څلورم ته دي ځواب ويلى دى. فحاشي به خود هرڅوک اسانه کولاى سي ځکه چي په لويه سطحه غني خدمت ورته کړى دى، تر ټولو ستر ځاى يې د غني ارګ دى. او تاسو د کومو لاسته راوړنو خبري کوئ، موږ پخوا هم پرديو ته اړ وو او نن هم، په 2001 کي د پاکستان څخه د راوارد سوو توکو ارﺯښت 740 ميليونه ډالره وو خو په 2018 کي دا شميره 1.2 بيليونه ډالره ته پورته سوې نو ښه ښاغلې موږ اوس د پنجاب غلامان يو که پخوا وو. او… نور لوستل »

مجاهد

دواړه خبری یی سمی کړی لمړی ځل دی جه زه د غلام غنی خبری تاییدوم : لمړی : دا چه د طالبانو په بیا حکومت تر لاسه کولو به افغانستان شاته ولاړ شی مګر دا یی نه دی ویلای چه څه به شاته ولاړ شی ، په ښو کړنو کی خو یی د نړی وروستی او بدو کړنو کی یی د نړی لمړی مدالونه تر لاسه کړی زمونږ هیواد یی څو پیړی وروسته او د شرمونو سره مخ کړی . خو د غنی له شاتګ څخه د بیبی ګل ځانله کابل کی دوه سوله کلیساګانی او فاحشه خانی به وتړل… نور لوستل »

ابوالوفاء

دې د واک لېوني او پر ارک مين شعار ورکړی دی چي:« يا ارګ يا مرګ » ولس اوس د ده د دغسي اپلتو سره بلد سوی دی اوباور نه په کوي، بلکي په خپلو مجلسونو کي يې پر دغسي ناکوجاتو خاندي او ملنډي په وهي. دا يو عجيب شوم او منحوس موجود دی الله دې هر څه ژر او په خير د دې پتمن ولس له سره واخلي. او خدای تعالی دي د کمونيزم او سيکولريزم (روس – امريکا)تر دې څلوېښت کلني ويرلړليو واکمنيو وروسته په افغانستان کی د اسلامي عدل واکمني رامنځ ته کړي.

حکیمي

دامان او دنجییب دفصل بشپړونکیه که دنجیب له برخلیک سره مخ نشوې نو دامان له برخلیک سره به مخ شې موږ دلته ډېربې دینه یاغرغره کړي یاموفراري کړي دي

عبدالوا حد اڅګزۍ

دۍ هغه خودفرسته کمونسټ کافردۍ چه افغانسټان یی په وینوورنګاوه اوغواړی نوریی هم بربادکی دسټالن زوی تاافغانستان ته کمه ښادی راوړه خنځیره

جميل

دی لعنتی منافق ته اسلامی نظام او د امر با المعروف او نهی عن المنکر شريعی پلی کيدل په شا تګ ښکاری ، خو غلامی ، فسق ، فساد ، فحشا ، لغړتوب ، غلا ، درواغ ،….، او د دين او هيواد سره دښمنی بيا پرمختګ ښکاری .
ګاو شيری از برج ک… معلومست ، تاسو غلامانو پدی ۱۸ کلونو کی څومره پرمختګ وکړ . ؟

masoom afghan

کوم پر مختګ وستایو بې تعلیمي رشوت، ناامني، ولسوژنه،
ډمې رنډۍ فحاشي، بیکاری، په چاپو کې کلي کورنو جوماتونو ړنګول،د خویندو په شمول دماشومانو وژل په پشتو بندیز قوم پرستي تعصب، دا هرڅه د اشرف غني د پرمختګ ثمره ده.

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x