نړۍ

اسرائيلو د امریکا کانګريس پر دوو مسلمانو غړو د ورتګ بنديز لګولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت د امریکا د کانګريس پر دوو ښځينه مسلمانو غړو د ورتګ بنديز لګولی دی.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي، د امریکا د کانګريس دوه ښځينه مسلمانې غړې الهان عمر او رشيده طلیب تر دې وروسته اسرائيلو ته سفر نه شي کولی.

اسرائيلو دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له اسرائيلو غوښتي وو، چې الهان عمر او رشيده طلیب اسرائيلو ته له داخلېدو منعه کړي.

اسرائيلو پر الهان عمر او رشيده طليب دا بنديزونه په داسې حال کې لګولي، چې د امریکايي رسنيو د رپوټونو له مخې دواړو سناتورانو غوښتل، چې د روان اګست مياشت په اتلسمه نيټه اسرائیلو ته ولاړې شي، هلته د بیت المقدس د زيات سربېره لويديځه تراډه، بیت اللحم او هيبرون ښارونو ته لاړې شي او هلته د اسرائيلو او فلسطينيانو د سولې له فعالانو سره وګوري.

رشيده طليب له آره فلسطينۍ ده، کورنۍ يې د اسرائيلي ښکېلاک له سر سختو منتقدينو څخه ده او غوښتل يې، چې فلسطين ته د خپلې نيا د ليدو لپاره لاړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د مسلمانو حكومتونو واكمنان دي داسرايلو هرراز نخرو ته په خپلو ملکو کی اجازه ورکوی خو اسرایل یی صرف دوه مسلمانی ښځینه په خپله واکمنی کی نشی زغمی وګوری مسلمانانو ورنو الله تعالی یی خباثت ددی یهودو او نصارا و ته تر څوارلس سوه کاله په خوا مونږ ته ښونه کړی ده (ولن ترضی عنک الیهود ….. او هیڅکله به رازی نشی له تاسو نه دا یهود او نصارا تر څو تاسو هم ددوی د دین اتباع ونکړی)

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x