ټکنالوژي

له «5G» بشپړیدو وړاندې هوواوې پر «6G» انترنیت کار پېل کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور شرکت «هوواوې» د فایو جي انترنیتي شبکې له بشپړیدو وړاندې پر 6G انترنیت کار پېل کړی دی.

د امریکا حکومت لخوا د هوواوې فایو جي انترنیتي ټکنالوژۍ ته ګڼ شمېر ستونزې رامنځته شوې، ځکه چې د امریکا حکومت د هوواوې شرکت په سوداګریز تور لیست کې شامل کړی دی.

په عام ډول تر دې دمه د 5G ټکنالوژي په څو ځانګړو هېوادونو کې په مخصوص ډول کار پېل کړی دی، خو هوواوې د راتلونکي نسل پر مبایل انترنیت هم کار پېل کړی دی.

د راپورونو له مخې هوواوې شرکت د کاناډا په اوټاوا ښار کې په خپل (R&D) مرکز کې په شپږم نسل ټکنالوژۍ څیړنه پېل کړې ده.

تر دې دمه د هوواوې لخوا د یادې ټکنالوژۍ پېل دی، ځکه چې یاد شرکت په خپل یو راپور کې ویلي وو چې د 6G ټکنالوژي به په تجارتي بنسټ له ۲۰۳۰م څخه وړاندې شتون ونه لري.

د راپور سره سم ویل شوي چې هوواوې د ۱۳ پوهنتونونو او څیړنیز مرکزونو سره په ګډه د سکس جي شبکې پر احتمالي اپلیکیشنونو کار کوي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په مۍ میاشت کې د امریکا حکومت د هوواوې شرکت په خپل سوداګریز تور لیست کې شامل کړ او یو شمېر نور بندیزونه یې ولګول، دوی باور لري چې هوواوې د چین حکومت سره په ګډه کار کوي او په امریکا کې ترې د معلوماتو ترلاسه کول په ډول کاروي.

هوواوې په تکراري ډول د امریکا دغه تورونه رد کړل، چې له هغې وروسته د امریکا لخوا په لګېدلو بندیزونو کې نرمښت راغلی، د یادو بندیزو په لړ کې ګوګل هم پر هوواوې د انډرایډ چلوونکي سیستم استعمال بندیز ولګاوه، که څه هم دغه بندیز د ټاکلې مودې لپاره ځنډیدلی خو هوواې یې پر وړاندې خپل چلوونکی سیستم «هارموني او اس» وړاندې کړی او د اړتیا پرمهال به کار پېل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x