ورزش

برسلونا د اسپانیا کلبي سیالۍ نن له لیونل میسي پرته پېلوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د اسپانیا کلبي سیالۍ (لا لیګا) د ۲۰۱۹/۲۰ پړاو نن د جمعې په ورځ د برسلونا او اتلاتیکو بیلبو لوبډلو ترمنځ د شپې په (۱۱:۳۰) بجې له یو لړ مراسمو وروسته د اسپانیا د بیلبو ښار په «San Mamés» لوبغالي کې پیلیږي.

د لا لیګا سنټنډرز لیګ سیالۍ به نن پېل شي او د ۲۰۲۰م کال تر جون میاشتې به دوام وکړي، چې ټولې ۲۰ لوبډلې به ۳۸۰ سیالۍ ترسره کوي، په دې کې به هره لوبډله ۳۸ سیالۍ کوي.

ددغه لیګ پېل به د تېر وار اتلې لوبډلې «برسلونا» له سیالۍ وشي، دوی به په لومړۍ سیالۍ کې د اتلاتیکو بیلبو پر وړاندې مخ کیږي.

په یاده سیالۍ کې به د برسلونا لوبډلې مشهور او نامتو لوبغاړی لیونل میسي په تمریناتو کې د ټپي کېدو له کبله ګډون ونشي کړای.

لیونل میسي د روان کال سیالیو لپاره تېره اوونۍ په تمریناتو کې له لوبډلې سره یوځای شو خو نوموړی د تمریناتو پرمهال ټپي شو، تر دې دمه یې په هیڅ تمریناتي سیالیو کې هم ګډون نه دی کړی.

د برسلونا کلب لوبډلې مشر روزونکي د میسي د پښې په پونډۍ کې د ټپي کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په لومړۍ سیالۍ کې به ګډون نه کوي.

برسلونا لوبډلې د ۲۰۱۹/۲۰م نوي پړاو لپاره له هالندي کلب څخه منځنی لوبغاړی فرانکي ډیانګ په «۷۵» ملیونه یورو، او له اسپانوي کلب اتلاتیکو مدرید څخه حمله کونکی لوبغاړی انتوني ګریزمن په «۱۲۰» ملیونه یورو راونیول.

همدا ډول برسلونا لوبډله د فرانسوي کلب پاریس سان جرمان لوبډلې سره د مشهور لوبغاړي نیمار په رانیولو کې د تړون لاسلیکولو په پار ناستې کوي. نیمار موده وړاندې ویلي وو چې پاریس لوبډله دده لپاره مناسب ځای نه دی او غواړي یو وار بیا برسلونا لوبډلې ته ستون شي.

خو د پاریس لوبډلې پر نیمار ایښودلې ستره بیه تر دې دمه ددې لامل ده چې برسلونا په یاد تړون کې پاتې راغلې ده، په دې لړ کې برسلونا د دوه لوبغاړو او ورسره د ۱۰۰ ملیونه یورو وړاندیز کړی چې تمه ده ډیر ژر به بشپړ شي.

د نیمار لپاره لیونل میسي هم له خپلې لوبډلې غوښتي چې یاد لوبغاړی په هر قیمت خپل کړي، د راپورونو له مخې نوموړي دا هم برسلونا ته ویلي وو چې که له ما سره تړون اوږدوئ نیمار به هرو مرو خپلوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x