افغانستان

ټرمپ له امنیتي چارواکو سره د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په تړاو ناسته کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د خبرو په تړاو له خپلو امنیتي چارواکو سره ګډه ناسته کوي او هغوی ته د راتلونکو ګامونو اخستلو هدایت ورکوي.

د سي اېن اېن د راپور په اساس، په دې ناسته کې چې تمه ده نن ورځ «جمعه» را وبلل شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو»، د فاع وزیر «مایک ایسپر»، د ملي امنیت مشاور «جان بولټن» او نور لوړ پوړي چارواکي ګډون ولري.

د راپور له مخې، غونډه داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو ته نږدې سرچینې وايي، د دواړو لورو تر منځ مذاکرات ۹۹ سلنه پای ته رسېدلي او تمه ده په نږدې څو ورځو کې د دواړو لورو تر منځ توافقنامه لاسلیک شي.

سرچینه وړاندې زیاتوي، د طالبانو او امریکا تر منځ په مذاکراتو کې یوازې د امریکایي ځواکونو په وړاندې ډز بندي هغه څه وو، چې مذاکرات یې وځنډول او وخت یې واخست.

د سرچینې له قوله،داسې تمه کېږي چې  خلیلزاد به د اګست د میاشتې په ۱۹ نېټه چې د افغانستان د ازادۍ له ورځې سره سمون خوري؛ له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي او په ورته وخت کې به امریکا لري «جان بولټن» او یا هم «مایک پمپیو» افغانستان ته راولېږي څو په دې توګه افغانانو ته ډاډ ورکړي چې امریکا دوی په طالبانو باندې نه پلوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

امریکا هڅه کوي چي داسداته ویشتمه دخپلواکۍ په ورځ معاهده لاسلیک کړي ترڅو موږ دخپلواکۍ یوه بله ورځ اضافه نکړو اوکه مود امریکایي ښکېلاک نه دخپلواکۍ ورځ لمانځله هم دبریطانوي ښکېلاک نه دازادۍ له ورځې سره به سمون خوري خوبیاهم زموږ لپاره آزادي مهمه ده ورځ مهمه نده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x