افغانستان

بې پيلوټه الوتکې په غزني کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکيان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): امریکايي بې پيلوټه الوتکې د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر برید کړی، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکيان وژل شوي دي.

د سيمو خلکو رسنيو ته ويلي، د ګيلان ولسوالۍ په حضرت شاه بازار کې بې پيلوټه الوتکې د ملکيانو پر موټر برید کړی، چې له امله يې د دوو ښځو او درې ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

د غزني ولايت چارواکي بيا ادعا کوي، چې ګيلان ولسوالۍ کې يې طالبان په نښه کړي دي او د ملکيانو د وژل کېدو خبر ردوي.

چارواکو په دغه پېښه کې د ملکيانو د وژل کېدو ادعا په داسې حال کې رد کړې، چې تېره اونۍ د اختر په شپه هم د ګډ حکومت ځانګړو ځواکونو د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د لېسې ښوونکو او محصلينو  په ګډون يوولس ملکيان وژلي وو او ادعا يې کړې وه، چې هلته يې طالبان وژلي دي.

له دغې پېښې وروسته د سيمو خلکو پراخ لاريونونه وکړل او د ټولنيزو رسنيو له لارې يې د حکومت ادعا درواغ ثابته کړه.

له دغو لاريونونو وروسته افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» د زرمت په پېښه خواشيني ښکاره کړه او ورپسې د ګډ حکومت ملي امنيت شورا هم وويل، چې زرمت کې د عملياتو پر مهال ملکيان وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ګډو عسکرو په ډېری ځمکني او هوايي عملياتو کې ملکيان او د هغوی کورونه په نښه کيږي، خو حکومت تل د دغو رپوټونو د ردولو ادعا کوي.

يوناما، د بشري حقونو نړيوالې ادارې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک بنسټ او د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ سربېره په ګڼو رپوټونو کې راغلي، چې د سولې خبرو له تېزېدو سره په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله بې ساري زياته شوې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x