نړۍ

امريکايي سناتور: افغانستان د امپراتوريو هديره ده، بايد ژر ترې ووځو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا جمهوري پلوه لوړپوړي سناتور او د ولسمشريزو ټاکنو پخواني کاندید ران پال ويلي، افغانستان د امپراتوريو هديره ده، افغانان هېڅکله پردي خلک د چارواکو او مشرانو په توګه نه شي زغملی.

سناتور ران پال له تېرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان روانې جګړې مخالف دی، دا جګړه له مالي او ځاني پلوه د امریکا په زيان بولي او د دغې جګړې پيلوونکی جورج ډبلیو بوش د روانو قتلو او د امریکا د ناامنۍ بنسټيز لامل بولي.

نوموړي په يوه تلويزوني مرکه په ټينګار سره ويلي، چې افغانان هېڅکله پر خپله خاوره پردي خلک واکمنان نه مني، افغانستان يې د امپراتوريو هديره بللې او ټينګار يې کړی، چې امریکا بايد د افغانستان اتلس کلن جګړه نوره پای ته ورسوي او خپل پوځيان بېرته خپلو کورونو ته راولي.

سناتور ران پال دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان اوږدمهالې کشالې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او امریکا جدي مذاکرات روان دي.

سي ان ان تلويزون په خپل راپور کې ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات ۹۹ سلنه نهايي شوي او امریکا به د روانې مياشتې تر پایه د اسلامي امارت تر عنوان لاندې له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

شاغلی ران پال بوازینی صادق امریکایی سیاستوال دی چی زه ورته ډیر احترام لرم.
همیشه یی حقایق بیان کڕی دی او د حق څخه یی دفاع کڕی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x