کوټه: جومات کې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار په کچلاک سیمه کې د جومات دننه چاودنې ۴ کسان وژلي او ۲۰ څخه زیات نور ټپیان کړي دي.

پولیسو ویلي چې چاودنه د جومات دننه د جمعې د لمانځه څخه وروسته وشوه او په وژل شوو کسانو کې د جومات امام هم شامل دی.

د کوټې د پولیسو یو مشر عبدالرزاق چیمه رسنیو ته ویلي چې چاودنه د ریموټ کنترول پر وسیله شوې او چاودیدونکي توکي د خطبه‌ګاه لاندې ځای پر ځای شوي وو.

هغه زیاته کړې چې د وژل شوو کسانو شمېر کې د زیاتیدو اندېښنه شته دی ځکه ډیری ټپیانو وضعیت جدي و.

تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
همت
میلمه
همت

دغه خواشينوونکی خبر خو نورو رسنيو تر دې خواشينوونکی او بل ډول خپور کړی دی. په دغسي مواردو کي خلک له نن ټکي اسيا څخه اصلي حقيقت ترلاسه کوي، خو نن ټکي آسيا لازمه توضيح نه ده ورکړې.

اجمل
میلمه
اجمل

چی د ملا هیبت الله ورور پکی ووژل شی بیا نو نن ټکی نه څه توضیحات غواړې ته هم عجیب سړی یی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په رشتیا د کابل غلامی اداری خو پکی د احمدالله په نوم د مشر ملا صاحب ورور هم په وژل شوو کی شودلی ، خدای وکړه چه دغه خبره دروغ وی د کابل غلامه اداره به په دغو دروغو د مشر ملا صاحب او یا د طلبانو میشت کیدل هلته به ګوته کړی

هارون
میلمه
هارون

ټولې رسنۍ د څو ورځو را پدېخوا وایي چې د ملا هیبت االله ورور او نور جګپوړي طالبان په دې پېښه کې وژل شوي، خو (نن ټکی اېشیا) حقایق پټوي او خپله خپلواکي او بې پرېتوب یې تر سوال لاندې راوست. په دې خو ټول ښه پوهېږي چې دا پاڼه د نوکر د نوکرانو په چوپړ کې ده نو ځکه ډېرو خلکو ترېنه بایکاټ کړی دی. درناوي

جميل
میلمه
جميل

هارون وروره السلام عليکم ورحمته الله ستاسو ښی تبصری تل لولم . تاسو د ن ن ټکی اسيا سره د نورو د بايکوټ اعلان کړی خو پخپله مو تبصره ورکړی . دا منم لکه تاسی چی واياست چی ټولی رسنی همدا وايی چی د امير الموئمين کشر ورور احمدالله شهيد شوی خو ټکی آسيا يی ولی نه نشروی ، دوی به پوره په خبر نه وی پدی چی د طالبانو رسمی سايت شهامت تر اوسه دا خبر ندی خپور کړی دا پدی معنی نه چی د ټکی اسيا استقلال تر پوښتنی لاندی راولی خو حقيقت بايد خپور کړی ، زه… نور لوستل »