نړۍ

فارن پاليسي: امریکا بايد له افغانستانه د وتلو سره د کورنۍ جګړې مخه هم ونیسي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): امریکايي ديپلوماتې او د سياسي چارو کارپوه مېرمن لارل ميلر د فارن پاليسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه کې د افغانستان سولې او امریکايي پوځيانو د وتلو په موضوع یو مطلب ليکلی دی.

د مېرمن لارل په مقاله کې راغلي، امریکا د هر ډول هڅو او پوځي فشارونو سربېره په دې ونه توانېده، چې د طالبانو مقاومت محوه او يا هم  کمزوری کړي او اوس، چې امریکايي پوځيان له افغانستانه د وتلو هوډ لري، داسې اندېښنې شته، چې افغانستان يو ځل بيا د نويمو کلونو په څېر د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي.

مېرمن ميلر وايي، د افغان کشالې د پای ته رسولو لپاره اړينه ده، چې امریکا د افغانستان اوږدمهالې اتلس کلنه جګړه پای ته ورسوي او هممهاله د داخلي جګړې مخه هم ونيسي.

دغه امريکايي ديپلوماته ليکلي، ډېری امریکايان له تېرې اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو له حضور سره مخالف دي، هغوی فکر کويو چې القاعده خو له منځه تللې او د طالبانو محوه کول، د امریکايي چارواکو خام خيالي او کمزوری فکر و.

مقاله کې راغلي، امریکا بايد د سولې خبرې هغه مهال شروع کړې وای، چې امریکا له يو لک زيات عسکر په افغانستان کې لرل او طالبان په دومره قوي موقف کې نه ول او اوس، چې يوازې څوارلس زره امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې دي او له کمزوري موقفه له طالبانو سره خبرې کوي.

ميرمن لارل ميلر امريکايي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د عسکرو راويستل بايد له سولې سره وتړل شي، په عين حال کې امریکا باید د سولې مخالفو زورواکانو مخه هم ونیسي او له کابل سره مالي مرستې هم بايد د سولې له خبرو سره وتړل شي.

د سولې او انتخاباتو ترمنځ د غوراوي په اړه ميرمن لارل ميلر زياتوي، چې د سولې خبرو پر مهال ټاکنې تر ټولو بد اپشن دی؛ ځکه په دغسې يو حالت کې ټاکنې کول به جنجالي او متنازع وي او ټوله توجه بايد د سولې راوستو او تر هغې وروسته ټولمنلي لنډمهالي حکومت ته وشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

وای امريکا بايد له افغانستانه د وتلو سره د کورنی جګړی مخه هم ونيسی .؟؟؟ چی دا بيرحمه ظالمان او د مسلمانانو دښمنان په تيره بيا د افغانانو سرسخته دښمنان چی تاريخی ماته يی ځنی خوړلی ، دومره زړه سواندی څنګه شول . د افغانانو په ډيرو قربانيو سره د شورويانو او ورسره د ټوله کمونيزم تر ماتی وروسته همدی امريکی د روسانو ، نجيب ګاو او د ګمراه شويو رهبرانو په وسيله په افغانستان کی کورنی جګړی جوړی کړی چی افغانستان ټک ټک شی او مجاهد او جهاد بد نامه کړی ، دوی پخپل فکرکی بريالی شول ، خو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

امریکا له تاسیسیدلو تر اوسه یی د نړی په غریبو هیوادو کم و زیات ۲۰۰ ځلی جنګونه کړی ، هر چیری چه جنګ وی لا به امریکا حمله کړی او لا به امریکا هغه جنګ رامنځته کړی او که هغه جنګ خپله هم رامنځته شوی امریکا به هڅه لری چه هغه جنګ په هغه سیمه کی په به خپله ګټه تمام کړی . د افغانستان او عراق د نیولو د باره خو یی د سپتةبر فاجعه رامنځته کړی او څه کم دری زره بیګناه امریکایان یی پکی ووژل په زرهاوو ثبتونه شتون لری داسی شواهد لری لکه څوک چه د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x