اشرف غني: پر غربي لباس د غازي امان ټینګار اشتباه وه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): ولسمشر غني د افغانستان ملي تلویزون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې عصري کیدل په لباس کې نه بل کې په فکر کې دي او له همدې کبله په غربي لباس د امان الله خان ټینګار اشتباه وه.

ولسمشر غني په دغه ځانګړې مرکه کې د «امان الله ناتمام فصل» تر عنوان لاندې وه د غازي امان الله د حکومت او لاسته راوړونو په اړه غږیدلی دی.

هغه وویل چې د غازي امان الله یوه هیله دا وه چې افغانستان یو ثابت او جمهوري سستم ولري.

اشرف غني زیاته کړه چې د افغانستان پخواني قصرونه د دې لپاره رغول کیږي ځکه دا د افغانستان د هویت او تاریخ نښې دي او د افغانستان دښمنان همیشه دا هڅه کوي چې د افغانانو هویت له منځه یوسي.

د اشرف غني په باور د افغانانو پر هویت سرمایه ګذاري هغومره مهمه ده لکه په سرکونو او ودانیو چې مهمه ده

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړ چې افغانان او نړیوال ټولنه باید د افغانستان را روانې ولسمشریزې ټاکنې جدي ونیسي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

هغه هم ستا غوندې ناولی نا شولته وو غني ګله په لمانځه نه پوهیده ! یواځې ذ لباس خبره نه وه هغه دین او دیني علماؤ ته په پغمان کې کنځلې وکړې ، هغه داسې خام وو لکه چې کوچني هلک ته څوک پتاسې ورکړي نو هغه هر کار درته کوي او نه په دین بند یږي او نه په عنعناتو ! ددې لوده څلور میاشتې سفر په اروپا کې د دولت له خزانې سره خیانت وو او هغه وخت یې ډېرې پيسې مصرف کړې وې ! رسمي تګ او کاري تګ خارج ته دڅو ورځو لپاره وي ! او… نور لوستل »

ترين
میلمه
ترين

د سقاو بچيه هغه چا پسي اخته يې کوم چې د انګريزانو د غلامي خلاص کړي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

پتنګ صاحب، ستاسی دا خبره چه امان الله ناولی او ناشولته وو لا کمه ده په کار داوه چه د پلار قاتل او ملحد کلیمه دی ورسره یوځای کړی وی، د غنی سره په ډیرو شیانو کی ورته والی لری مګر دا چه غنی له اوله غلام او امان الله وروسته غلام او زمونږ نیم هیواد یی په روسانو او نیم انګریزانو ته مفت وسپارلو، یعنی مونږ یی د تل د پاره غلامان کړو او دغه غلامی ته یی خپلواکی وویلوه، انګریزانو او روسانو چه هر یو نیم افغانستان تر لاسه کړی وو ورسره بدرګه کړه او تر ننه یی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو ذلیله او لوی غلام د سل کاله مخکی غلام د غربی فرهنګ د رواچولو سره توافق نه لری او د امان الله اشتباه یی ګڼی. په دی خاطر یی اشتباه نه ګڼی چه دا کار غیر اسلامی او یا غیر افغانی وو او مونږ ولی د غرب کالی یا نیم موڅی په خپلو خلکو او هغه هم به زوره ومنو . بلکه په دی یی ورله اشتباه ګڼی چه له پوره قدرت تر لاسه کولو وروسته یی بیا دا عمل او داسی نور په حلکو په زوره منلی وی چه که خلکو مخالفت شودلی ځپلی او ټکولی یی… نور لوستل »

سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

غنی ؟ډیرمضطرب اووارخطا دی ،کله اصحابی شی ،کله امان ا لله خان شی ،کله متفکر شی ، کله مسیحی شی اوکله زاهدشی په عمره کی هره ورځ (۱۰۰)رکعته لمونځ کوی ،اوکله(۴۵)کاله دمدرسی طالب العلم شی ؟ الله دی افغانستان ددی چټلو ،ناأهلو،اوبیکفایته خلکو څخه نور وژغوری ؟ آمین .والسلام.

سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

دیادولو وړده چه دامانالله دخپلی ښځی لپاره په غربی لباس کی اشتباه کړی وه ؟ نوغنی ،پدی کار کی ډیر مخکی ولاړ اوکافره غربی ښځه ئی هم لځان سره راوړه ؟خووائی چه دروغجن حافظه نلری ، په خپل جرم پخپله اقرار کول ؟ والسلام .