افغانستاننړۍ

پېښور: پولیسو هغه افغان نیولی چې بازار کې یې بیرغ پورته کړی و

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د پېښور پولیسو هغه افغان ځوان نیولی چې د بورډ په بازار کې د پاکستان د ازادۍ په ورځ یې د افغانستان بیرغ پورته کړی و.

د نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې د ځايي پولیسو له قوله لیکلي چې نعمت الله په نوم یو افغان د پېښور په مشهور بازار بورډ کې د افغانستان بیرغ د اعلاناتو په لوحه د پاکستان د ازادۍ ورځې په مناسبت لګولی و.

پولیسو زیاته کړې چې د ځایي مسوولینو د افغانستان بیرغ هغه مهال د اعلاناتو له لوحې لرې کړ چې انځورونه يې په ټولنیزو رسنیو خپاره شول.

پولیس یاد افغان چې په بورډ بازار کې سبزي خرڅوي پرون پنجشنبه د افغانانو د تحریکولو او د مهاجرینو او ځايي خلکو تر منځ د تفرقې اچولو په تور نیولی دی.

پېښور میشتي حقوقپوهان وايي چې د پاکستان په قوانینو کې د بل هیواد بیرغ لګولو په تړاو مشخصه ماده نشته خو که دا کار د امنیت د ګډوډلو په موخه شوی وي نو د قانون له مخې جرم دی.

د یادونې وړ ده چې د پېښور ښار بورډ بازار کې د افغان مهاجرینو سلګونه دکانونه دي چې د څو لسیزو راهیسې یې چلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x