افغانستان

ټرمپ: که شونې وه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو هوکړه کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایاالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي، دی او د افغانستان د ۱۹ جګړې مخالفین په ګډه هڅه کوي د جګړې د پای ته رسولو په موخه یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ وروسته له هغه چې تېره ورځ له خپلو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د افغانستان په تړاو ناسته پای ته ورسوله ؛ په خپل ټویټر یې ولیکل « همدا اوس مو د افغانستان په تړاو خپله ناسته پای ته ورسوله، موږ او د روانې ۱۹ کلنې جګړې مخالفین هڅه کوو، که شوني وي یوه هوکړه لاسلیک کړو.»

ټرمپ داسې مهال د جګړې د پای ته رسولو په موخه د یوې هوکړې د لاسلیک خبر ورکوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو خبرې پای ته رسېدلي او تمه ده په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو تر منځ د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د سولې توافقنامه وشي.

د امریکایي رسنیو له قوله، ډېر امکان لري چې د سولې هوکړه لیک دې د روانې اګست میاشتې په ۱۹ نېټه چې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره سمون خوري؛ لاسلیک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x