افغانستان

حکمتیار: که بهرنیان نه وي حکومت په څو اونیو کې سقوط کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي ګوند رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «ګلبدین حکمتیار» وایي، که د بهرنیانو مټ نه وي د کابل حکومت به تر ډېره د طالبانو په وړاندې تم نه شي او په لنډ وخت کې به سقوط وکړي.

حکمتیار چې په کابل کې یې یوې کمپایني ناستې ته خبرې کولې وویل « امریکایانو داسې حکومت جوړ کړی چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته څو اونۍ هم په پښو ونشي درېدلای، که چېرې بهرنیان ووزي اوسنی حکومت به هم په څو اونیو کې دننه سقوط شي».

نوموړي ددې تر څنګ د سولې د راتګ زیری ورکړ او په خبره یې، هیڅوک نشي کولای د سولې د راتګ مخه ونیسي.

د حکمتیار په خبره، باوري نه دی چې ولسمشریزې ټاکنې دې په وخت ترسره شي خو د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو تر وروستۍ ورځې به خپلو سیالیو ته دوام ورکوي.7

حکمتیار داسې مهال د بهرنیانو تر وتلو وروسته د کابل حکومت د احتمالي سقوط خبر ورکوي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شي او له مخې یې، ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه ووزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

حکومت یارفکرکوی چه اوس به زه صدرجوړسم زه نه پوهیږم چه دۍ عقل اوفکرلری چه څوک به وده ته دکم خدمت له مخه ووټ ورکوی اوکه به دخپلوټولوقتلوپه جرم اعدامیږی ده اوغنی داسلامی دعوی په نامه ځانونه تردی ځایه رسولی دی که داسلام حقیقی پیروان قدرت ته ورسیږی ددوی سزااعدام دۍ.عبدالواحداڅګزۍ

گل محمد نوری

په پارلماني چارو کې د پاکستان د حکومت وزیر علي محمد خان وايي، په افغانستان کې د طالبانو بریا به د پاکستان بریا وي.

نوموړي د پاکستان جیو نیوز ټلویزیون سره په یو ګردي مېز کې د حامد میر دې پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده چې ایا د کشمیر لانجه د افغانستان د لانجې په حل پورې مشروطه کړای شي که نه؟

نوموړي ویلي، کشمیر به ډېر ژر د پاکستان برخه وګرځي او هلته به د پاکستان دوه رنګه بیرغ ورپول شي، خو په افغانستان کې د طالبانو بریا هم د پاکستان بریا ده.

اجمل

حکومت به سقوط وکړی ځکه چی په داخل د حکومت کی د غنی مخالفین بیحده زیاد دی، خو د یوه بل مقاومت امکان هم شته کچیری حکومت سقوط وکړ، پخوانی جهادی تنظیمونه، ملیشی او شمالی ټلواله به جدا یو حکومت جوړه وی او د جنګ محاذ به تر ډیره دود ساتی دا ځکه چی د افغانانو اوس یوه ډیره برخه خپل امرار د معاش د جنګ له لاری کوی که عسکر دی او که طالبان. یو ملک چی اقتصاد ونلری خلګ یی ځانونه د پردیو پر اقتصاد پوری تړی او د پردیو په امر سره کار کوی، که دا کار… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x