
سهیل شاهین: ټاکنې ترسره کول د جګړې د دوام په معنی دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وايي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کول د سولې د هڅو سبوتاژ او د جګړې اور ته د لمن وهلو په معنی دي.
سهیل شاهین له «اریانا نیوز» تلویزون سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې لومړی باید بین الافغاني مذاکرات ترسره شي او د همدې مذاکراتو په مټ د راتلونکي نظام د نوعیت او ډول پریکړه وشي.
شاهین زیاته کړې « له امریکايي لوري سره خبرې وروستۍ شوې او له هوکړې وروسته به د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته لاره برابرېږي».
د شاهین په خبره، دوی خبرو ته لومړیتوب ورکوي او که څوک خبرې نه کوي جهاد یې په وړاندې فرض بولي « مونږ خبرو ته لومړیتوب ورکوو او که څوک خبرې نه کوي او نه یې مني جهاد فرض دی او جګړه به روانه وي.»
طالبان داسې مهال په ټاکنو ټینګار د جګړې ژبغړانده اور ته د لمن وهلو په معنی بولي، چې د ګډ حکومت مشر وایي، حکومت یې د سولې په برخه کې د پرېکړو واک له ځانه سره نه لري او تر هغه وخته چې د ټاکنو له لارې بل منتخب حکومت منځته نه وي راغلی؛ د سولې په برخه کې ګام اخستلای نه شي.
جوړ تازه،
شاهین ته،
افغانستان دارلکفر نه دی.امریکایان په وتو دی،په کوم ایت شریف سره له مسلمان سره جهاد فرض دی؟
دا د کویټه مدرسه کی چاودنه مو هم جهاد وه؟
مولوی ریحان او د هغه پنځلس مقتدیانو سره چه روژه یی په خوله وه هم جهاد وه؟په کوم ایت شریف سره؟
د محترم شاهين صاحب دا خبره د هر ريښتين مجاهد خبره ده .