
په ککړه هوا کې ساه اخیستل د یو پاکټ سګریټ څکلو هومره زیانمن دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): که چیرې څوک په مسلسل ډول په ککړه هوا کې ساه اخلي نو ده ته دا دومره ضرري دی څومره چې د ورځې ۲۰ سګریټ څکول انسان ته زیان رسوي.
اوسمهال د ککړې هوا په هکله بېلا بېلې څیړنې په دې نظر دي چې د ګڼ شمېر ځان وژونکو ناروغیو لامل کیږي او په دې لړ کې په کلني ډول زرګونه کسان له ککړې هوا تنفس کولو خپل څخه ژوند له لاسه ورکوي.
ککړه هوا د انسان سږي په بشپړ ډول له منځه وړلای شي، په دې اړه د واشنګټن، کولمبیا او یو شمېر نورو پوهنتونونو څیړونکو ثبوتونه وړاندې کړي دي.
ککړه هوا د موټرو له لوګیو، د فابریکو څخه وتلې زهرجنه او نورې ککړې هوا څخه یو ډول د «اوزون» ککړه هوا رامنځته کیږي، دغه هوا د ځمکې په سر وي چې په اسانه ډول یې انسان تنفس کوي.
که چیرې د اوږدې مودې لپاره په ککړه هوا کې ساه واخیستل شي نو دا سږو ته زیان رسوي او سوکه سوکه د ایمفسما ناروغۍ بڼه غوره کوي، چې ناروغ له ټوخي وروسته په ساه اخیستلو کې ستونزه حس کوي او دا ناروغي له وخت وړاندې د مرګ ګواښ زیاتوي.
په هر هغه ښارونو کې چې ککړه هوا زیاته وي هلته د تنفس اخیستلو او سږو ناروغي هم په پراخه کچه موندل کیږي.
په دغه څیړنه نږدې ۱۸ کاله وخت ولګېده چې په کې د ۷ زره کسانو معلومات راجمع شول، په پایله کې وموندل شوه چې د ککړې هوا او سږو ترمنځ ژوره اړیکه شتون لري.
ددې هر څه سربېره ککړه هوا په انسان کې د یو شمېر ناروغیو لکه د جنسي ځواک کمزورتیا، شکر ناروغي، تنفس، سږو او هم کوچنیان پر رواني ناروغیو اخته کوي.