
متحجر او متمدر!
لطف الله خیرخوا
حَجَر ډبرې ته وايي او مَدَر لوټې ته. غرب زده ګان مسلمانانو ته متحجر وايي، معنا د ډبرين طبيعت څښتنان. د دوی اشاره جمود ته ده. دا چې جمود شته که نه؟ يا ستونزه څه ده، خو زه بله خبره کوم.
که مسلمانان متحجر وي، نو تاسو متمدر ياست. متمدر معنا “لوټن”. د ډبرې او لوټې عجب توپيرونه دي. ډبره کې يوازې کلکوالی نه دی، که څه هم د ډبرې کلکوالی په ټينګار او ثبات ښه تعبيرېدی شي، خو که ذهن مثبت وي. دا چې تاسو غرب زده ګانو ته همدا درښوول شوي، چې هر څه ته منفي تعبير پيدا کړئ، دا ستاسو ستونزه ده. خپل فکر مو نه شته. پردی ډول دی او ستاسې څڼې!
ډبره نه اېل کيږي. موږ وينو، چې کاڼي په خپلو غېږو کې اوبو ته لار ورکوي، خو ورسره اوبه کيږي نه. څومره چې اوبه پر ډبرو ورځي، سُتره کيږي، رڼيږي او ځليږي.
رڼې چينې تل د ډبرو له منځه راوځي. څومره چې د چينو اوبه د ډبرو منځ کې مزل کوي او بهر ته راوځي، هغومره يې فايده او قوت ډېرېږي، هغومره صحي کيږي.
د قوت مملايي له ډبرو راوځي، دا د قوت هغه دوا ده، چې حکيمان يې د مړژوانده نارينه له پاره اکسير ګڼي. د بدن هډوکي، غوښې، پلې او رګونه ورسره ژوند پيدا کوي.
مرغلرې په ډبرو کې وي. وګرځئ، د نړۍ جواهر ولټوئ، د ډبرو ذات کې به يې ومومئ. د نړۍ دا قيمتي ماده د ډبرې غېږ کې داسې نښتې وي، چې په بېلتون به يې د ډبرې غېږ څيرل غواړي.
د قيمتي معادنو او ذخايرو ځای په وچ اکثريت ډبره وي. معادن د نړۍ له هغو اقتصادي منابعو څخه دي، چې د يوه هېواد د ژوند پايه په يوازې ځان روانولی شي.
د نړۍ کلکې ودانۍ له ډبرو جوړې دي. د انسان له اوږدې هيلې او اړتيا سره سم عمر تېروي. د انسان دفاع کولی شي او د مصئونيت تاب يې لري. معنا دا چې ډبره کلکه ده، خو جامده نه، تر ټولو روڼ او قيمتي محصول د ډبرې دی.
بالمقابل لوټه ده…
په لوټه که اوبه ورغلې ذوب کيږي. ذات يې اېل کيږي او ورکيږي. تر هغې ترې استفاده هم نه شي کېدلی چې خاوره نه شي، خټه نه شي او سريښ نه شي.
لوټن خلک همداسې دي. پرديو ثقافتونو کې ورکيږي. ذات يې بدليږي او له ذلت وروسته ايله د نوکرۍ لايق وي.
لوټو کې کښت هم نه کيږي. موږ شوديارو کې وينو، چې بزګر ورته کوداله ويستې وي او ماتوي يې. لوټه من حيث لوټه يوازې اودس ماتي کې کارېدلی شي او بس. موږ ګورو چې د لوټنو نېکان يوازې د استنجاء کار ترې اخلي، نور يې هېڅ موثريت نه شته.
لوټه په دېوال کې نه شې ايښوولی، هېڅ ډول وداني ترې نه شې جوړولی، کاګل کې يې نه شې کارولی. موږ چې کاګل کوو، تر هغې خټو کې خېژو چې لوټې مو خټې کړې نه وي. کله چې ګلکار ته په خټه کې کومه لوټه ورشي، بېلچې والا پسې ګلماله په لاس غاړه وراوږده کړي او لار وروښيي.
نو لوټنو!
تاسې چې خاورې نه شئ، خټې نه شئ او په اور ونه سوځئ، خښتې هم درنه نه جوړيږي. هغه هم بخت دی يا به کنکر شئ يا دو نمبر، که چا لږ تېز وشغولئ، ډکره مو بولي.
ههههه لوټنو!
خيرخواه صاحب
تېر اختر مو مبارک شه
لوټنو يا متمدرو شخصيتونو ته په معاصره اصطلاح کې ټيشو پېپر هم وايي.
په ګوتو مو برکت شه
خير خوا صاحب! مړه دې کړو له خندا.
خیر خواه صاحب سلامونه! الله مو په ګوتو برکت کړه. غرب پلوي یو شمیر بېوزلې او اجیرې څیرې له رواني او مادي لحاظه په یوه بې سارې مخمصه کې لتاړ دي. او دا له دې امله چې: لومړی: دوي د خپل نفس په دننه کې یو ډول خلا احساسوي چې هغه یی د ځواکمن او پر ځان متکي تشخص او شخصیت له نه شتون څخه عبارت دی. په خورا ناهیلۍ سره ګومان کوي چې ګوندې زه د نورو په مینځ کې هیڅ راز بیه او ارزښت نه لرم. که د بادار تقلید او پیروي وکړم نو ښايي چې د هغه… نور لوستل »
خیرخواه صاحب ! ستاسی لیکنی تل په حقایقو او معقولو دلایلو تکیه لری، دا لیکنه چه د [ حجر او مدر ) مقایسه او ارزونه مو بکی کړی، تر ډیره سمه مګر په دی هم اړه لری چه کومی زاویی یی ارزونه کوی . ستاسی ارزونه چه غرب، عرب مشرب او غرپ پرستان یی د شرقی او اسلامی ټولنو ته متحجر وایی به دی معنی چه په غربت او جهالت کی ژوند تیروی دامعنی تری هم اخلی چه دوی به هغو پیړیو کی قرار لری چه له ډبرو به یی وسایل جوړول یعنی تر اخری کچی حماقت او جهالت کی… نور لوستل »
ښاغلی خیرخوا یو خیرخواه او نورانی او با استعداد ځوان دی خو په پورته لیکنه ئی ډیری نیمګړتیاوی تر سترګو کیږی. هر څوک بد کوی او حمار به وی چی تحجر ئی د مسلمانی په معنی تعبیر کړی وی یا ئی تعبیروی. تحجر یو عمومی اطلاق دی چی د هر فکری مکتب د لاریانو د فکر او عمل د څرنګوالی په هکله صدق کولای سی. زموږ په سیمه کی دینی عقائد یو مطرح او غالب ارزښت ګڼل کیږی هغه عقائد چی د نړی په کچه د کمونیږم په غیږه ورغلی وه او د کمونیزم د حریفانو د مرستی له کبله… نور لوستل »
غ حضرت صاحب تیر اختر مو مبارک شه تحجر اصطلاح زمونږ نه ده بلکه په مونږ کې زمونږ پر ضد تزریق شوې او پردی اصطلاح ده،،، نو پس کارول یا توجیح کول یې نه دي پکار. همداسې نور مثالونه هم شته چې مونږ یې نباید وکاروو،،، لکه بربریزم ،، یا بنسټپالنه. خیر خواه صاحب ته دې الله تعالی خیر ورکړي چې د بې دینانو تر ټولو ښه معرف (د پېژندګلوی معیار) یې مونږ او تاسو ته وړاندې کړ،، پر مونږ لازم ده چې دا اصطلاح “لوټن” هومره ډېره وکاروو تر څو یې د بې دینانو د تحجر (غلط مشهور) په… نور لوستل »
غ. حضرت صیب: بیا د کور آباد. زه خو داسو خلکو ته خپل اعصاب له لاسه ورکوم بیانو رد او بد ورته وایم ځکه چی هداسو کسانو د اسلام نوم بد کړ چی صرف له خپله ګیډی نه فتوای ورکوی. ته اوس دغه د #### ته وګوره دا څه مثالونه دی چی خپله یی هم سر نه پری خلاصیږی. ډیرو داسو حجر والو سرونه وخوړل چی اوس یی #### دومره خود خواهی هم نده پکار.
مسلمانانو ورونو سلامونه می ومنۍ ! د خیرخوا صاحب لیکنه کی د غرب د غلامانو د ډبری او لوټی په اړه مقایسه شوی په داسی ډول چه که لویدیز مونږ ته د ډبرو په شان ناپوهه او جاهلان وایی او ځآنونه حاصلحیزه خاوره او لوټه وایی نو مونږ بیا د هغوی دغه ویشل منلی او د ډبری کیفیت تر لوټی د لوړولو هڅی لرو فکر نه کوم زه ورسره ډیر توافق ولرم ولی؟: لمړی: الله ج فرمایی مونږ هر مخلوق د یوی ځانګړی دندی او هدف د پاره خلق کړی ډبری ته یی د ډبری او لوټی ته یی د… نور لوستل »
مننه محترمو استادانو!
د ځينو ګوتنيونو په اړه فقط يادونه کوم، چې ليکنه يو څه طنزي ده او يو خوا راکاږل شوې. دقيق تاريخي او علمي بحث نه دی.
کور ودان!
ډیرو تا غوندو متحجرو سرونه وخوړل اوس داسی ###شول ### کوي. د اسلام لار غوره کړه د سولی، ورور ولی. دعوت زده کړه د ښو اخلاقو څښتن شه پدی خبرو دی حیثیت خرابیږی دا خبری مسلمان ته نه ښایی بیا تا غوندی کسان د نور هم تشویق کوی چی همداسی #### ووایی. دا څه مثالونه دی د##### تاته به ځان څومره ښه او مسلمان ښکاری خو ###
یاره اجمل خانه لکه چی ته هم لوټن یی ځکه خپل ځان دې په دې آینه کې کتلی ده ښکنځل ونه کړې کنه تاسو خودنیویارک څوکیدارۍ بیخي له اعصابوخلاص کړي یاست