ټرمپ او عمران خان د افغان سولې په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر«ډونالډ ټرمپ» د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره په تلیفوني خبرو کې د افغانستان د سولې په اړه غږېدلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» په دې تړاو رسنیو ته وویل « دا خبرې د تېرې جمعې په ورځ د خان او ټرمپ ترمنځ وشوې، چې د نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان د سولې په پروسې او اوسني وضعیت باندې هم پکې بحث وشو».

قریشي زیاته کړه « عمران خان ولسشمر ټرمپ ته ډاډ ورکړ چې پاکستان سیمه ییز ثبات او د افغانستان سولې ته ژمن دی او له امریکا سره به په ګډه ددې هیواد  د روغې جوړې په خبرو کې تر خپله وسه هڅه کوي.»

عمران خان او ټرمپ داسې مهال د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کوي، چې تمه ده د طالبانو او امریکا تر منځ نهم او په احتمالي ډول پرېکنده پړاو خبرې په لنډ وخت کې پیل شي او  د دواړو لورو تر منځ د سولې وروستۍ توافقنامه پکې لاسلېک شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

چی اويا زره واری نور هم سره وږغيږی ، آخری پريکړه به د طالب جان وی .

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
ټرمپ.او عمران خان د کویټه شورا په باره کی غږیدلی دی.چه عمران خان په ترمپ زیری کړی چه،
د کویټه شورا می په یوه بمب ختم کړه،د مشر ملا ورور هم په کی لاړ،
په کمه موده کی د طالیبانو ډیر مشران لوخړه شول.ایی ،ایس ،ایی، یی سخت لوو ګډ کړی دی،
هغه یو شعر،
لوو ګډ د غنمو یاره،
که طالیب دی ،که عسکر دی،که پولیس دی.زموږ خو افغانان دی.د پاکستان او امریکا یی په څه،که مری که پاتی کیږی،

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

پدی هر سړی پوهیږی چی په کویټه ښار کی او ځانګړی ډول په جومات کی دا ډول چاودنه د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس وو مګر لا تر اوسه نن ټکی آسیا سایټ دا خبره له لوستونکو پټه کړی وو او تر اوسه پوری یی ونه ویل چی دومره طالبان شهیدان شوی یعنی داسی ښکاری چی هغه طالبان چی د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لاسه وژل کیږی یا بمبار ورباندی کیږی هغه شهید نه ګڼی، که تاسی په یاد د طالبانو تیر مشر ملااختر منصور هم په کویټه کی د پاکستان په هدایت د امریکا له لاری… نور لوستل »