تخار: د اشرف غني ټول انځورونه تخریب او یا هم سوځول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د تخار ولایت په مرکز «تالقان» ښار کې د دولت ساز ټیم مشر او د اوسني ګډ حکومت د نیم ونډه وال «اشرف غني» انځورونو ته کثافات ورویشتل شوي او یا هم اور ورته اچول شوی.

د سلام وطندار د راپور له مخې، په تالقان ښار کې د ټاکنیزو ډلو له منځه یوازې د «دولت ساز ټیم» کمپاینونه پیل شوي او ځای ځای د اشرف غني انځورونه په سترو بېنرونو لګول شوي؛ خو نامعلومو کسانو د نوموړي ټولو انځورونو ته یا اور ور اچولي او یا یې هم څیري کړي.

ددې تر څنګ په ځیني ځایونو کې د نوموړي انځورونه ته ګندګۍ ور شيندل شوي.

د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي، دوی هم د ټولنیزو رسنیو له لارې د اشرف غني د انځورو له څیري کېدلو خبر شول او ددې کړنو د عاملینو په لټه کې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا سل و دیرش کاله چیغی وهم چی د سیاسی( خصوصاً ژوندی) رهبرانو د عکسونو د ترویج او توزیع او نصب فرهنګ ښه فرهنګ نه دی او ډیر روحی ویرانوونکی نتایج لری ( هم ټولنی ته او هم د عکسونو څښتن ته).
د سیاسی عکسونو پرستش یو ډول اجتماعی او حتی اخلاقی شِرک او همدارنګه د ټولنی په غړو کی د سیاسی- اجتماعی مبارزې په ډګر کی د یو ډول کاذب تحرک او خوځښت او حتی ځان غټ بللی او تکبر د زیږیدو لامل ګرځی.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

( غلام ) حضرت صاحب، الله ج فرمایی انسان په خسران کی دی ،انسان جدالی عجله کونکی او داسی نور ښه او بد صفتونه او خصلتونه لریو له پیغمبرانو غیره څوک معصومیت نه لری. کله چه ښی ارزونی او ښی کړنی ترسره کړی مونږ یی ستاینه او که ګډی وډی او غیر اسلامی ویل یا لیکل کوی مونږ یی باید په ښو اخلاقو او اسلامی حکمت د سمولو هڅی لرو، کنځل او توهین باید نه وی. د مثال په ډول ستاسی اوسنی سمه وه زه یی ستاینه کوم مونږ ته ګټه لری. که کومه یوه تبصره مو د کوم دلیل… نور لوستل »