طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د سپينې ماڼۍ او پنټاګون ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): سپينه ماڼۍ وايي، د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره مذاکراتو کې پرمختګونه شوي او د ولسمشر ټرمپ اداره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له روانو خبرو او ممکنه هوکړې ډاډمنه ده.

خو رويټرز خبري اژانس ليکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې لا هم د اختلاف ټکي پاتې دي او ښايي پر دغو اختلافاتو د خبرو لپاره نهم پړاو خبرې هم پيل شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تېره ورځ د ملي امنيت شورا په ناسته د افغانستان په وضعيت بحثونه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي: «د افغانستان په اړه مو خوندوره ناسته کړې، د ناستې ډېری ګډونوالو د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې مخالفت کړی او که ممکنه شوه، دغه جګړه به د يوه تړون له لارې ختمه کړو.»

له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ملي امنيت شورا په دې ناسته کې د هغه مرستيال مايک پنس، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، دفاع وزير مارک ايسپر، د ملي امنيت سلاکار جان بولټن، افغانستان لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد، د ګډو ځواکونو لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ او د «سی ای اې» مشرې ګينا هسپل ګډون کړی و.

ډونلډ ټرمپ او د سپينې ماڼۍ وياندې مورګن ګيډلي له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي ديپلوماتانو هڅې ستايلي او د هغو تاييد يې کړی دی.

خو رویټرز خبري اژانس د دفاع وزارت يا پنټاګون د يوه چارواکي له قوله د نوم نه څرګندولو په شرط ويلي، چې لا هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د اختلاف ځينې خبرې شته، چې کېدای شي، له امله يې دغه خبرې نهم پړاو ته وغځیږي.

د پنټاګون د سرچينې په حواله د طالبانو له لوري د دايمي اروبند منل او د القاعده په څېر له نورو بهرنيو ډلو سره د پرېکون په اړه لا هم د دواړو غاړو ترمنځ اختلافي ټکي پاتې دي.

سرچينه زياتوي، طالبان لا هم دې ته نه دي تيار، چې القاعده په صراحت سره وغندي او خپل پرېکون ورسره اعلان کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

یو مشهور انګرېز نجومي وړاندوینه کړې چې د نوستراداموس د متونو په اساس به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سږ کال ترور او ووژل شي. دغه انګرېز نجومي کریګ پارکر انګلیسي ایکسپرس ته ویلي، د ۲۰۱۹ کال په تړاو یې له نوستراداموس متونو څخه وړاندوینې را ایستلې دي. نوموړی وايي، د دغو متونو په اساس دعوه کولی شي چې ټرمپ به سږ کال ووژل شي او منځني ختیځ کې به یوه لویه جګړه پیل شي: (( زه په باور سره وایم چې سږ کال به له روسیې سره هم اړیکو کې د امریکا ژور بدلونونه راشي.)) نوستراداموس چې اصلي نوم… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

پدی خبرو باور کول تاسی د مشرکینو په ډله کی شماری. صرف زړونه پری خوشحاله ساتی او بس. وړاندوینی چی پیامبر ونشولای کړای دا مشرک به یی څنګه وکړی.

اجمل
میلمه
اجمل

ما له پخوانه ویلی وه چی سوله موله نشته بیغمه اوسی. د طالبانو زور وآزمویل شو. اوس طالبان د هندی فلم ډاکوانو ته ورته کیږی. ښارونو ننوځی حملی کوی او تښتی. فرق یی دادی چی طالبان بیا پکی یوه ځانوژنه هم کوی او دی وایی جهاد.