بې ثباته سیاستمداران

لیکوال: نړیوال اړیکو پوه:  ملک ستیز

ژباړه:  مصدق اکرم اسحق زی

یو علت چې سیاستمدار زمونږ په ټولنه کې په بدنامه توګه یادېږي د هغوې سیاسي ( بې ثباتي) ده.

دا بې ثباتي تر دې حده رسېدلې چې سیاستمدار د سهاره تر ماښامه او تر سبا د بدلون په حال کې ده .

زما په اند د افغانستان د سیاسي ګوندونو او سیاستمدارانو د بې ثباتۍ عوامل په لاندې توګه دي:

۱- د نړیوال سیاست په هکله ژور تحلیل نشتون: د نړیوالو حالتو څخه نا خبري یو لویه ستونزه د سیاسي ګوندونو او سیاسمدارانو پر وړاندې ده او خپل لوی اغیزه کړې او دغه ستونزې ته جدي  پاملرنه باید وشي او دغه تحلیل باید په تخصصي شکل سره ترسره شي.

۲- د داخلي سیاست د تحلیل نشتون: دغه ستونزه ددې سبب ګرځي چې سیاستمداران او سیاسي ګوندونه نشي کولای خپل خبرې په ټولنه کې واضیح کړي، په داخلي سیاست کې څوک یې، څه کاره یې او څه باید وکړې؟

خپل ټولنه کې تشریح او توضیح کړي.
۳- د ایډیالوژۍ نشتون: تاسو او ستاسو شا او خوا سیاسي لوبغاړي، سیاستمداران او سیاسي ګوندونه بې له ذهني، فکري ایډیالوژۍ څخه د یو بې معنا سیاستمدار په توګه پېژندل کېږئ؛ ایډیالوژي یعنې سیاست او سیاستمدار.

۴- د یو روښانه برنامې نشتون په سیاسي قدرت یا هم اپوزیسون کې: تاسو باید د نړیوال سیاست،ملي سیاست او سیمه ایز حالتو د تحلیل څخه او د خپل ایډیالوژۍ ساتنې څخه وروسته یو استراتېژیکه طرحه جوړه کړئ؛ کنه بې له دې تاسو یو همکار یاست چې د نورو په اشاره لوبېږئ.

۵- د یو متعهد او دموکراتیک جوړښت نشتون: تاسو باید یو رهبر رامنځته کړئ، رهبر جوړ کړئ، کدرونه وروزئ او خپل ټیم منسجم او متحد یې کړئ، غیر له دې تاسو یو بې ثباته سیاست مدار واوسئ او یا هم یوه ډله چې د ژبې، قوم، پېسو یا د ټوپک په زور خلک پر ځان راټولوي .

۶- د برنامو، ایډیالوژئ لپاره متعهد ملاتړ نشتون: تاسو باید عدالت غوښتونکی واوسئ او خپل ملاتړي باید سره متحد او راټول کړئ، ستاسو ملاتړي برنامې او ایډیالوژئ نور ته ورسوي او همغږي کړي.

تاسو باید هغه اشخاصو باندې پانګونه وکړئ کوم چې ستاسو پر فکر او ایډیالوژئ ولاړ دي یا هم له تاسو سره د یو ځای کېدو غوښتونکې دي .

هغه وخت تاسو یو با ثباته سیاستمدار یا هم سیاسي لوبغاړی کېدئ شئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اسحق زى صاحب تاسو هم كولى شى چى يو با ثباته سياستمدار او سياسى لوبغارى واوسى .