غزل، حمدالله حلمیار

راځه راځه راسره اوښکې تویوه ملنګه!
راځه انګړ ته جنازې حسابوه ملنګه!

دروازه نلرو راځه په غلي غلی قدم
په لړزیدلي غږ سکوت مه ماتوه ملنګه!

راشه چې نن د امن ساتو امن هم وګورې
راشه در وښیم ددوی یوه تحفه ملنګه!

راشه د ورېت -ورېت ماشومانو تبسم وګوره
راشه کرار یې د مرګ خوب نه پاڅوه ملنګه!

وایه! شي کور څنګه بدل په هدیره ملنګه!؟
څوک ږدي د ژوند داستان ته داسې خاتمه ملنګه؟

یا خو مو ژوند شو د چا سر ته صدقه ملنګه!
او یا مو مرګ شو د باچا په اجازه ملنګه!

حمدالله حلمیار

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د