
ورځپاڼه: د عسکرو را ایستلو ته د ټرمپ بیړې د طالبانو په وړاندې د خلیلزاد مؤقف ټيټ کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «پولیټيکو» په خپله وروستۍ ګڼه کې د طالبانو او امریکا تر منځ روان مذاکرات ارزولي او د عسکر و د را ایستلو په برخه کې یې د ټرمپ بیړه هغه څه بللي، چې د خلیلزاد مؤقف یې د طالبانو په وړاندې ټيټ راوستلی.
ورځپاڼه لیکي « د امریکا ولسمشر بیړه لري څو خپل عسکر د ۲۰۲۰ م کال تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستان څخه راوباسي او د نوموړي دې ګام د زلمي خلیلزاد مؤقف د طالبانو په وړاندې ټيټ راوستلی؛ ځکه طالبان پوهېږي امریکایي عسکر به ضرور له افغانستان څخه وځي».
مطلب زیاتوي « کله چې طالبان پوهېږي امریکایي عسکر له افغانستان څخه وځي نو ځکه هغوی نه غواړي په دې برخه کې امریکایي لوري ته څه ومني او یا هم له خپل مؤقف څخه تنازل وکړي».
د ورځپاڼې په باور، کله چې د تېر میلادي کال په دسمبر کې ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د عسکرو د را ایستلو اعلان وکړ، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «مېلر» خپل څو افسران مامور کړل څو د عسکرو د ایستلو پلان برابر کړي، ددې پلان له مخې به لومړۍ ۴۵۰۰ عسکر خپل هیواد ته ستنېږي؛ خو ځانګړي امریکايي ځواکونه به د تروریزم په وړاندې خپله مبارزه روانه ساتي.
د سرچینې په قول، مېلر ددې پلان د جوړولو لپاره یوه وړه ډله وګمارله څو د افغان حکومت چارواکي ونه ډار شي خو نوموړي دا پلان د امریکا له ولسمشر سره شریک کړی.
حیرانونکی !!!!
امریکا سره مونږ باید محاسبه او محاکمه ولرو چه زمونږ هیواد یی په کنډواله واړولو، زمونږ په میلونو بی ګناه او بی دفاع افغانان یی په اور کباب کړل او دا لړی روانه ده نه یواځی امریکایانو او ناتو زمونږ افغانان یی په افغانانو هم ووژل او وزنی ، زمونږ هیواد یی د نشه توکو نړیوال مارکیت جوړ او په زرونو داسی نور .
مونږ امریکا ته شرایط نه لرو امریکا مونږ ته شرایط لری؟
دا کار خو روسانو هم کړی وه بیانزی صیب، چا ترینه پوښتنه وکړه د مجاهدینو حکومت، د طالبانو حکومت او کی د کرزی و غنی؟ همداسی به له امریکی هم څوک پښتنه نکوي. هغوی هم شرایط نلری فقط دنیا ته ځان ښیی چی مونږه خو مات شوی نه یو پخپله رضا وځو آن داچی افغانستان د زورواکو قبرستان دی.
اجمل خانه نن خولیږ معقول غږېدلی یې
خو افغانستان دامپراطوریو قبرستان ده
د امريکا موقف د هغوی د ماتي له وجي کمزوری دی..
د ټرمپ له وجې نه
هغه وخت به په بینلمللی عدالت کی پوښتنه اوتاون غوښتل کیږی چه افغانستان آزادسی اویوسیاسی حکومت چه تعلیم والاوی په وجود راسی داسی حکومت چه نه له قرآنه خبروی نه له سیاسته دهغوڅخه داتمه لرل ناپوهی ده.
########