پېښور: پولیسو هغه افغان خوشې کړ چې بورډ بازار کې يې افغان بیرغ پورته کړی و

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د پېښور پولیسو هغه افغان خوشې کړی دی چې د پاکستان د ازادۍ په ورځ يې د بورډ بازار په یوه سوداګریزه لوحه افغانستان بیرغ پورته کړی و.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر لطف الله مشعل پر خپلې فیسبوک پاڼې د یاد افغان د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

مشعل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې «افغان ځوان نعمت الله نن رسما د سفارت په جدي او متواترو هڅو له بند څخه خلاص او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو».

د مشعل پر باور نعمت الله «له افغانستان سره د سپېڅلې مینې له امله د هېواد ملي بیرغ په پېښورښارکې ځړولی وه او هیڅ کوم بل هدف یې نه درلود».

تر دې وړاندې پولیسو ځايي رسنیو ته ویلي وو چې نعمت الله په نوم یو افغان چې په بورډ بازار کې یې سبزي خرڅوله په یوې سوداګریزې لوحې د افغانستان بیرغ لګولی و چې انځورونه يې پر ټولنیزو رسنیو خپاره او د ټاون ۳ مسوولینو بیا راښکته کړ.

پولیس نوموړی افغان د افغانانو د تحریکولو او د مهاجرینو او ځايي خلکو تر منځ د تفرقې اچولو په تور نیولی و.

پېښور میشتي حقوقپوهان ویل چې د پاکستان په قوانینو کې د بل هیواد بیرغ لګولو په تړاو مشخصه ماده نشته خو که دا کار د امنیت د ګډوډلو په موخه شوی وي نو د قانون له مخې جرم دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

ډير ښه سوي دي کشکي افغان چارواکي په افغانستان کې دننه هم پر خپلو افغانانو غيرت وکړي او په کورو يې چاپې ونه وهي

اجمل
میلمه
اجمل

خپله خاوره یی ده ښه کار یی کړی وه. نوش جان خپل افغانی غیرت یی ښکاره کړ.

حکیمي
میلمه
حکیمي

داپه کابل کې چي هزاره ګان دایران بیراغونه پورته کوي ولې یې حکومت مخنیوی نه کوي