طالبانو کابل ښار کې د واده پر مراسمو خونړۍ چاودنه غندلې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو کابل ښار کې د واده پر مراسمو شوې چاودنه غندلې او دا يې وحشي عمل بللی دی.

تېره شپه د کابل ښار د شپږمې حوزې په «شهر دوبۍ» هوټل کې د واده پر مراسمو چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه څلوېښت کسان وژل شوي او  له سلو زيات ټپيان دي.

سرچينې وايي، ښايي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې دغه چاودنه غندلې او زياته کړې يې ده، چې پر ملکيانو برید کول او هغوی ته مرګ ژوبله اړول وحشي کړنه ده، چې قربانيان يې ښځې او ماشومان دي.

طالبان وايي، دا ډول وحشيانه پېښې هېڅکله د توجيه وړ نه دي.

«شهر دبۍ» هوټل د کابل ښار لويديځ په شپږمې حوزې کې د فیض محمد کاتب پر عمومي سړک دی او د دې سيمې ډېری اوسېدونکي هزاره هېوادوال دي.

دا خونړۍ چاودنه په داسې حال کې شوې، چې سبا د زمري په ۲۸مه په ټول هېواد کې د خپلواکۍ سلمه کليزه نمانځل کيږي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د خپلواکۍ د سلمې کليزې نمانځلو لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

په داسی غندلو سره به ستاسو عزت هیڅلکه احیا نشی، ځکه چی تاسی طالبان د جنګ عامل یاست. همدا تاسو زمینه د انتحار، انفجار او تخریب اماده کړې ده. په غندلو به هیڅکله د خلکو باور تر لاسه نکړي. صرف اوربند دی چی تاسو ته عزت درکوی او بس.