افغانستان

طالبان: له امریکا سره د هوکړې نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، له امریکا سره د مذاکراتو په پايله کې د هوکړې لپاره کره نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، له امریکا سره د هوکړې نېټه تر اوسه نه ده اعلان شوې او کله چې يو شمېر وروستي جزئيات بشپړ شي، تر هغې وروسته به د هوکړې د اعلان لپاره چمتووالی نیول کيږي.

سهيل شاهين زياته کړې، طالبان د افغانستان لپاره داسې خپلواکي غواړي، چې ټول ولس پرې وياړ وکړي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې يو شمېر امریکايي او ځينې افغان رسنۍ وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه به د زمري د مياشتې په ۲۸مه نېټه يعنې سبا ته لاسليک شی.

طالبانو او امریکا د افغانستان کشالې د سياسي حل لپاره اته پړاوه مذاکرات کړي دي، داسې ويل کيدل، چې په اتم پړاو کې به دغه خبرې نهايي شي او دواړه غاړې به يوه تړون ته ورسيږي.

د اتم پړاو خبرې اګر که له هوکړې پرته پای ته ورسېدې، خو امریکا او طالبان وايي، دغه ناسته د دواړو غاړو لپاره له لاسته راوړنو ډکه وه او هوکړې ته نږدې شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت يا پنټاګون وايي، په دغو خبرو کې لا هم د اختلاف ځينې ټکي پاتې دي او کېدای شي د امریکا او طالبانو خبرې نهم پړاو ته هم وغځيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

زموږ د فارسي ژبو وروڼو متل دی:« هر چه دير آید، خوش آيد ». امريکايي داړه ماران چي هر څه ځانونه ايسته او دوري کړي هم يې د جګړې ډګر بايللی او هم د سياست او دپلوماسۍ په ډګر کي سخت مات او بې چاره سوي دي. د ناکامۍ پر دوه لاري ولاړ دي، حيران پاته دي چي کومه لار واخلی، دا دزمرو ټاټوبی او د پردو غليمانو تاريخي قبرستان خو په جګړه نه سي لاندي کولای اوس چي له مجبوريته په خبرو او مذاکرو کي ښکېل سوي دي د ګران هيواد د خوشي کولو په اړه په خپلو کي… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

امریکا خو د طالبانو محوه کیدل او یا مهاریدل غوشتل خبری کول یی ورسره دهغوی په رسمیت پیژندل ګڼل او امریکایانو د طالبانو د محوه کولو او یا مهارولو د پاره ټول زر، زور او زیور په کار اچولی وو. ویل په څو اونیو او یا څو میاشتو کی به یی ختموو. مګر الله ج د خپلی خدایی عظمت ورته د طالبانو په کم شمیره او کمزوره ګروپ کی وښودلو اوني او میاشتی په کلونو او لسیزو بدلی او د دی په ځای چه طالبان محوه یا مهار کړی دوی خپله مهار شوی که د روسانو په شان له عحلی… نور لوستل »

گل محمد نوری

#######

غوربندي

زما له نظره تر ټولو نږدې د سپتامبر 11مه مناسبه نېټه ده،،، له همدې ورځې زمونږ د ګران هیواد اشغال ته بهانه او لاره هواره شوه،،،

همدارنګه له انګریزانو څخه د افغانستان د استقلال نېټه چې د راتلونکې سه شنبې له ورځې سره سمون خوري هم مناسبه ده(البته د امریکایانو په ګټه هم ده تر څو خپل شرم پکې څه ناځه پټ کړي)

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب، د کاڼی کرښه خبره دی لیکلی زه وایم امریکایان به هم دغه ورځ د اخری هوکړی د اعلانولو د پاره انتخاب کړی ، د اسامه رح د شهادت د باره یی هم دا ورځ انتخاب کړی وه.

اجمل

امید الله ته کوی نه امریکی ته. تاسو خو ټول عمر د بیوزلی لاسونه هر چا ته نیولی د پنجاب مزدورانو. د هوکړی نیته باید تاسو ټاکلی وای. زنګ مو ورک شه.

اجمل

یاره تاسو طالبانو سره سوله هیڅ جایز نده. وحشی حیوانات پر وړو حیواناتو رحم کوی او نه یی خوری، خو تاسی له هغوی هم بدتره یی. الله مو ### کړه جهاد داسی وی اسلام نوم مو بد کړ.

غوربندي

کوتې شه

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close