
کابل: د تېرې شپې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۳ تنو ته ورسېد
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل ولایت په شپږمه امنیتي حوزه کې د «شهر دبی» په نامه د ودونو په یوه تالار کې چاودنې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند « نصرت رحیمي» وايي، چاودنه تېر ماخستن ۱۰:۳۰ بجې داسې مهال رامنځته شوه، چې د تالار دننه د واده مراسم روان وو.
د رحیمي په خبره، په یاد برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۳ او د ټپیانو شمېره ۱۸۳ ته رسېدلی.
تر دې دمه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد برید وحشت بللي او په خبره يې، دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري.
اسلامي امارت د کابل ښار په یو هوټل کې په ملکي خلکو چاودنه کول او هغوی ته تلفات اړول په کلکه غندي، دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) August 18, 2019
په کابل کې دا خونړۍ پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې په ښار کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت لومړۍ درجه امنیتي تدابیر نیول شوي.