هره ورځ مڼه خوړل مو د سرطان او زړه ناروغیو څخه ژغوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د استرالیا څیړونکو ثابته کړې چې په ورځ کې «Flavonoid» مرکب د ۵۰۰ ملي ګرامو په اندازه خوړل کوم چې مڼه کې موجود دي د سرطان او زړه ناروغۍ ګواښ کموي.

دغه څیړنه چې په ۵۳ کسانو ترسره شوه او تر ۲۳ کالونو یې ورځني حالات وڅيړل شول، څیړونکي دې پایلې ته ورسېدل چې د مڼې، مالټې او شین توت خوړل کوم چې د فلافونوید مرکب څخه برخمن دي د انسان په وینې جریان کې ښه والی راولي او له هغه انفیکشن څخه چې له سرطان او زړه ناروغۍ څخه رامنځته کیږي مخنیوی کوي.

څيړونکو د دغه کسانو د خوړو عادات وڅیړل، دوی وموندله هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې یې شاوخوا ۵۰۰ ملي ګرامه فلافونوید خوړل په دوی کې کم داسې وموندل شول چې د سرطان او زړه ناروغۍ له کبله یې ژوند له لاسه ورکړی وي.

په مڼه کې موجود مرکبات هغه انفیکشن کموي کوم چې وینه په حرکت راولي، دغه انفیکشن په رګونو کې د وینې جام کېدو لامل کیږي، هغه رګونه چې د زړه سره تړلي وي د بندېدو په حالت کې شونې ده انسان د زړه حملې ښکار کړي.

د انفیکشن اوږدېدل د اوږدې مودې لپاره د انسان DNA ته زیان رسوي، کوم چې د سرطان لامل کېدلای شي.

مڼه داسې میوه ده چې ډاکټران یې همیشه د ناروغ لپاره توصیه کوي، دا داسې مېوه ده چې له هر ډول زیان څخه بې برخې ده، ویل کیږي چې هره ورځ په نهاره یوه مڼه خوړل مو له ډاکټره لیرې ساتي، د مڼې خوړلو تر ټولو غوره وخت سهار په نهاره او تر ټولو ناسم وخت د شپې له خوړو وروسته دی.

مڼه یو شمېر روغتیایي ګټې لري، په مڼه کې انرژي، پروتین، یو شمېر ویټامینونه، کلسیم او اوسپنه موندل کیږي، چې د روغتیا غوره کولو سربېره د زړه، فالج او نورو ناروغیو په ختمولو کې هم ګټوره ثابتیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د