د موټرولا مناسبې بیې ځیرک مبایل چې غوره کامره لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د موټرولا شرکت نوی مبایل وړاندې کړی چې په کې د مناسبې بیې سربېره یو شمېر ځانګړتیاوې ځای پرځای شوي، تر ټولو زیات یې کامرې ته ځانګړې پاملرنه شوې.

د کامرې یوه ستره ځانګړتیا یې دا ګڼل کیږي چې په روان حالت، د تګ راتګ او حرکت پر وخت د څیزونو غوره او پاک عکس او ویدیو ثبتوي.

دغه مبایل چې موټرولا ون ایکشن «Motorola One Action» نومیږي، د ۶.۳ انچه پراخه ډیسپلی لري، چې د سکرین ریزولوشن یې (۱۰۸۰+۲۵۲۰) دی او کاروونکی کولای شي په پراخه کچه ویدیو وګوري، په دې کې د ۱۲ میګا پېکسله بشپړ ایچ ډي ریزولوشن سیلفي کامره هم ورکړل شوې ده.

ددې سربېره په دې مبایل کې د سامسنګ شرکت ایکسینوس «۹۶۰۹» اوکټا کور پراسیسر ورکړل شوی، د ۴ جي بي ریم سربېره د ۱۲۸ جي بي داخلي حافظه لري او تر «۵۱۲» جي بي پورې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري، ۳۵۰۰ ملي امپيره بیترۍ لري او د انډرایډ پائی چلوونکی سیستم ورکړل شوی دی.

ددې یو له سترو ځانګړتیاو څخه یې د مبایل شاوخوا درې کامرې دي، په یوه کامره کې یې د اضافي پراختیا ۱۶ میګا پېکسله سانسر موجود دی، چې د حرکت کونکو څیزونو څخه غوره او پاکه ویدیو ثبتولای شي.

Image result for motorola one action

په دې سانسر کې یوه خاصه خبر داده چې که چیرې تاسې د ویدیو ثبتولو پرمهال مبایل په عمودي یا ولاړ شکل نیولای وي نو ویدیو په افقي شکل په ۱۱۷ درجې ساحې سره ثبتیږي، دغه ځانګړتیا په نورو مبایلونو کې کمه موندل کیږي. ددې سربېره موټرولا شرکت په دې کې د ثبات یا سټيبلایزیشن ټکنالوژي هم ورکړې ده.

همدا راز د کامرې په دې سانسر کې ۲.۰ مایکرون کواډ پېکسل ټکنالوژي هم شتون لري چې په کمه رڼا کې په غوره ویدیو ثبتولو کې مرسته کوي، ددې سربېره د ۱۲ میګا پېکسله منځنۍ او ۵ میګا پېکسله ژوره کامره هم لري.

دغه مبایل په درې رنګونو کې وړاندې شوی او بیه یې «۲۷۵» امریکایي ډالره ده چې اوسمهال په داسې ځانګړتیاو درلودلو سره تر ټولو مناسبه ګڼل کیږي، موټرولا ون ایکشن مبایل به راتلونکې اوونۍ د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د