د ملي لوبغاړو ترمنځ سبا کابل کې د خپلواکۍ لمانځلو په وياړ کرېکټ سيالۍ ترسره کيږي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړو د دوه لوبډلو ترمنځ سبا د دوشنبې په ورځ په ۱۹م اګست چې د زمري مياشتې له ۲۸مې نيټې سره سمون خوري، په پلازمينه کابل کې له انګريزي ښکېلاک څخه د ۱۰۰مې کليزې د استقلال لمانځلو په وياړ د شل اوريزو سيالۍ ترسره کيږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې دغه سيالۍ به د راشد خان لوبډلې «افغان اتلان»، او د ګلبدين نائب لوبډلې «افغان ځوانان» ترمنځ په کابل لوبغالي کې سبا سهار په ۹:۰۰ بجې پېل شي.

ددغې سيالۍ موخه له انګريزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو سلمه کليزه په غوره جشن لمانځل دي.

د افغانستان ملي لوبډلې درې غوره لوبغاړو (محمد نبي، راشد خان او مجيب ځدران) چې تر دې دمه په انګلستان تجارتي سیاليو کې لوبېدل د يادې سيالۍ او شپږيزې ليګ سياليو په موخه هېواد راساتنه شوي دي.

کرېکټ بورډ د دواړو لوبډلو نوملړ په ډاګه کړی چې د افغان اتلانو لوبډلې مشري به راشد خان او د افغان ځوانانو لوبډلې مشري به ګلبدين نائب کوي.

د راشد خان په لوبډله کې سميع الله شينواری، حضرت الله ځاځی، جاويد احمدي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، قيس احمد، فريد احمد ملک، دولت ځدران، شرف الدين اشرف، ضياء الرحمن شريفي، ضياء الرحمن اکبر، نوين الحق او شاپور ځدران شامل دي.

د ګلبدين نائب په لوبډله کې نور علي ځدران، احسان الله جنت، محمد نبي، نجيب ترکی، نجيب ځدران، حشمت شهيدي، شفيق الله شفق، اکرام عليخېل، حميد حسن، ظاهر خان، ميرويس اشرف، امير حمزه هوتک، سيد احمد شيرزاد او يمين احمدزی شامل دي.

د يادونې ده چې تېر کال د خپلواکۍ ۹۹مې کليزې جشن لمانځلو په وياړ د افغانستان فوټبال لوبډلې له فلسطين لوبډلې سره سيالۍ ترسره کړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د