شعـــــرونه

پېغور؛ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

څه پر هوښ سه ای ياغي، مغرور انسانه
لږ څه وډارسه له قهره د سبحانه

ولس ستړی دی، غليم سخت کړولی
د هيواد مو هره لته سوله ورانه

ته لګيا يې په دې وير کي کوې جشن
په دې کار به دي کړې خلک لا پرېشانه

دا مستي، خود خواهي پرېږده، ظلم پرېږده
د مظلوم مظلمه مه اخله پر ځانه

خلک پر څه دي، ته پر څه ، جهان پر څه دی
موږ ځو خاوري ته او نور ځي تر آسمانه

جشن څه کړې د ماتم پر ټغر کښېنه
په غمو کي مستي مه کوه نادانه

چي ولس دي وي په ساندو او په چيغو
ته به څنګه خوشالي کوې ناځوانه

پر دې هسي لېونتوب دي خلک خاندي
لږ حيا درته په کار ده غني خانه !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

ډیره مننه ، ښکلی شعر وو الله ج دی اجرونه درکړی

محمد

ډیر پر ځای او خوندور ابیات دي مګر افسوس صد افسوس وچاته هغه څوک چې د تش په نامه قدرت لپاره ټول ملت پلوري تر ناموس او ننګ تیر دی که د نیمي ورځی قدرت په لاس ورسي —

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x