شمالي وزيرستان کې پر غونډو او له نورو سيمو د خلکو په ورتګ بنديز لګېدلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د شمالي وزيرستان سیمه‌ ييزو چارواکو پر غونډو او هلته د نورو سيمو د خلکو په ورتګ بندیزونه لګولي دي.

د شمالي وزيرستان ډيپټي کمشنر عبدالناصر خان په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، سيمه کې د امنيتي ګواښونو د پېښېدو له امله ۱۴۴ دفعه لګول شوې، چې له امله يې شمالي وزيرستان کې پر هر ډول غونډو او سياسي جلسو بنديزونه لګيدلي او ورسره شمالي وزيرستان ته د نورو سيمو د خلکو په ورتګ هم بنديز لګېدلی دی.

د اعلاميې له مخې يوازې د شمالي وزيرستان خلک هلته تللی شي او هر سړی بايد له ځان پاکستانۍ پيژندپاڼه يا تذکره ولري.

تر اوسه د دغو بنديزونو د لګېدو لامل نه دی په ګوته شوی، خو په ټولنیزو رسنيو کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې ښايي، د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په راتلونکو ورځو کې شمالي وزيرستان کې خپل پلرني کلي ته ولاړ شي او کېدای شي له هغه سره نور پلويان هم ملګري وي.

د يادونې وړ ده، چې شمالي وزيرستان کې حالات وروسته تر هغه ترينګلي شول، چې د روان کال می مياشت کې خړ کمر امنيتي پوستې سره د پي ټي ايم غړو او پوځي چارواکو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته د پوځ په ډزو کې ديارلس کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان وو.

له دغې پېښې وروسته د پي ټي ايم دوه لوړپوړي مشران او له شمالي وزيرستان څخه د پارلمان غړي محسن دوړ او علي وزير د ترهګرۍ په تور نيول شوي او تر اوسه په زندان کې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د