نړۍ

اسرائيلي يرغلګرو درې فلسطينيان وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د فلسطين په غزه کې اسرائيلي يرغلګرو درې فلسطينيان وژلي او ګڼ نور يې ژوبل کړي دي.

د فرانسې اې ايف پي خبري اژانس د فلسطين د عامې روغتيا وزارت د چارواکو له قوله ليکلي، اسرائيلی عسکرو غزې تړانګه کې د ازغن تار ته څېرمه پر فلسطينيانو ناتاره ډزې کړي دي.

د اسرائيلو دفاع وزارت وايي، غزې تړانګې ته څېرمه له ازغن تاسره يې فلسطينيان په مشکوک فعاليت ليدلي، چې له امله يې د چورلکو او ټانکونو په واسطه په نښه شوي دي.

د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ دا تاوتريخوالی په داسې کې رامنځته شوی، چې څو ورځې وړاندې د بیت المقدس جنوب سیمه کې اسرائيلي یرغلګرو د فلسطينيانو لسګونه کورنه نړولي او هغه يې ناقانونه بللي دي.

اسرائيلي عسکر سيمې ته خبريالان نه پرېږدي او د سيمې اصلي اوسېدونکي يې له خپلو کورنو شړلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close