پر محمد شهزاد یو کال بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د ډسپلین یا انظباط کمیټې پر محمد شهزاد یو کال بندیز لګولی دی.

د کرېکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼې له مخې د افغانستان کرېکټ بورډ د ډسپلین کميټې نن په رسمي ډول د ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه او د یوه کال لپاره یې د نوموړي قرارداد پای ته ورساوه.

محمد شهزاد به د یادې مودې په دوران کې په هیڅ ډول رسمي کورنۍ او نړیواله لوبه کې ګډون نه شي کولای.

کرېکټ بورډ وايي چې محمد شهزاد چې له دې وړاندې هم څو ځلې د افغانستان کرکټ بورډ له قوانینو او اصولو سرغړونه کړې او په همدې بنسټ نن د کرېکټ بورډ د ډسپلین کمېټې پرېکړه وکړه چې له امله یې نوموړی په هیڅ ډول لوبو کې هم ګډون نه شی کولی.

کرېکټ بورډ زیاته کړې چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته څو ځلې له هېواده بهر تللی چې د اصولو پر بنسټ، چې کله هم کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو له ادارې باید اجازه ترلاسه کړي.

کرېکټ بورډ وايي چې اوسمهال په هېواد کې د کرېکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په برخه کې هر ډول اسانتیاوې شتون لري او هیڅ لوبغاړی اړ نه دی چې د تمریناتو لپاره د کرېکټ بورډ له مهالوېش پرته نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د