داعش ډلې کابل کې د واده پر مراسمو د خونړۍ چاودنې پړه منلې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): داعش ډلې په کابل کې د واده پر مراسمو د هغې خونړۍ چاودنې پړه منلې، چې له امله يې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۳ نور ټپيان شوي وو.

رويټرز خبري اژانس ليکلي د دغې خونړۍ چاودنې پړه داعش دلې منلې ده.

په ټويټر ټولنيزه شبکه «ټویټر» کې هم داعش ډلې ته منسوب ځينو اکاونټونو ليکلي، چې دغه بریدګر ابو عاصم پاکستانی و او د بريد پړه يې منلې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، تېره شپه ۱۰:۴۰ د کابل په «شهر دبۍ» هوټل کې د واده پر مراسمو چاودنې ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۳ يې ټپيان کړي دي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني، اجرائيه رئیس او نورو چارواکو دغه چاودنه غندلې ده.

طالبانو هم دغه پېښه غندلې او زياته کړې يې ده، چې د ښځو او ماشومانو وژل قصدي او وحشي عمل او هېڅکله د توجيه وړ نه دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ارمان سالار
میلمه
ارمان سالار

په افغانستان کي هیڅ داعش شتون نه لري او که وي هغه هم د داسي عمل جرائت نه لري، دا ټول د اشرف غني ګوډاګي پلانونه دي د جګړې او خپل واک د غڅولو. ده او دده دولت هر وخت د سولي پر وړاندي خنډونه جوړ کړي او د جګړې اور ته لمن وهي. هغه کسان چي د اشرف غني اشرف غني نارې وهي رادي سي او دلته دي هم د اشرف غني نارې ووهي. دا د افغانانو قاتل او د امريکا غلام بايد نور هیڅکله ولسمشر نسي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

په دی شک نشته، چه د داعش ډلی ته باید افغانی بلیک واتر وویل شی یعنی د امریکایانو له خوا زیږیدلی او د افغان ولس د وژلو او اسلام د بدنامولو د پاره کارول کیږی، مګر د دغه کړنه یی [ چه د کابل د یو لوی غلام په واده او د یوه لوی غلام په عروسی عوتل کی یی ترسره کړی ] سره ددی چه یو شمیر بی ګناه او بی دفاع افغانانو به هم پکی وژل شوی وی د منلو وړ ځکه بولم چّه : لمړی: زمونږ اشغال شوی هیواد کی شبه ورځ د اشغالګرو او دهغوی د… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

مجاهده! ستا نظر ( فی الکتاب البنجاب، روی عن الطاهر الاشرفی هکذا ذکر فی الفتاوا المجاهد من البطن) مجاهده! لژ فکر وکه! د اشغالگرو او غلامانو ظلم منم، ته په کوم شرعی دلیل د واده د میلمنو د ماشومانو او عام زنانه وو قتل روا بولی؟؟ سهیل شاهین وایی دا ناروا دی او ته جناب وایی روا دی. ته صحیح یی که هعه؟؟؟ افسوس ستا پر حال مجاهده، ددونیا هیخ دین دا کرنه روا نه بولی، د طالبانو سیاسی ویاند شاهین وایی دا برید ناروا دی، ته وایی روا دی، مجاهده په کوم دین؟؟؟ اخر حساب او کتاب سته لژ… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښه وخت، مجاهد عرف(بیانزی استاد الحاج) ته اشغالګر انګریز دجال ابلیس (لندن)ته تا پناه وروړی ده.هره میاشت اشغالګر انګریز د تاکس(مالیه)له پیسو څخه تاته یوه اندازه خیرات (سوسیال) درکوی، د انګریز تاکس مالیه،پاکی پیسی نه دی.انګریز له فاحشه ،شراب خانه ،څخه ۶۰ پرسینته مالیه ټولوی. همدا مالیه په افغانستان کی هم مصرفوی، نو افغانستان کی هم بعضی خلک د انګریز مرداری مالیه پیسی خوری،او ته یی هم خوری. نو پوښتنه دا ده ،چه ستا خوراک هم د انګریز څخه دی،او د هغه جاسوس خوراک هم د انګریز مالیه ده، نو د ستا او د هغه جاسوس خوراک کی څه فرق… نور لوستل »

ارمان سالار
میلمه
ارمان سالار

د بيګنا ملکي وګړو وژل دا د اسلام د اصولو خلاف ده، هیڅوک حق نه لري چي د خپلو شومو هدافو د ترلاسه کولو لپاره ملکي کسان ووژني. د الله ج رسول به خپلو اصحابو ته امر کاوه چي د جنګ په جريان کي د ماشومانو، ښځو، سپين ږيرو او هغه کسان چي مخامخ په جنګ کي ولاړ نه وي په هیڅ صورت کي ونه وژني. موږ او تاسي بايد ټول په یوه خوله د ملکي بيګنا کسانو وژنه وغندو هر څوک چي يې وژني.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

ټولو هیوادوالو ته معلومه ده چی انګریزانو مخکی او اوس دا نه غواړی چی افغانان دی په خوشحالی او سوکالی کی ژوند تیر کړی چی کله انګریزان په افغانستان کی د پښتنو لخوا ماته وخوړه نو د عقدی له وجهی یی چی په آینده کی د وژنی پالیسی ته ادامه ورکړی د پاکستان په نوم یو هیواد مینځ ته راوړ. چی په دی ۴۰-۵۰ کالو پوری افغانانو لدی پنجابی حکومت ښی خاطری نلری اوس پنجاب فکر کوی کچیری افغانان په یوه خوله شی او د خپال هیواد رغولو لپاره لستوڼی را بډوهی نو امکان لری چی د پاکستان په ټوټه… نور لوستل »

زرين
میلمه
زرين

ځيني کسان وايي چي دغه کار نه طالبانو کړی دی، نه هم داعش، بلکي دا کار دولت کړی او په واده کي يې د سازنده وو تر سټيج لاندي بمونه ايښي وه، والله اعلم بحقيقة الحال.

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

دا د اشغال تر چتر لاندې د ګواډګۍ ادارې کړنې دي.
داعش څوک ده، هغه هم د دوﺉ پروژه ده

مجاهد
میلمه
مجاهد

مونږ په شاهین ایمان نه دی راوړی هر څوک خپل معلومات ،دلایل او ارزونی لری کیدی شی هغوی او یا نور سم او یا ناسم وی مونږ خپل عقلی او نقلی دلایل لیکلی د هغو دلایلو په اړه خپل مثبت او یا منفی نظر وړاندی کړی ویونکی قضاوت کوی که مو نظر سم وو ویونکی قضاوت کوی او مونږ به هم ستا نظر ومنو دی ته مفاهمه وایی او که زمونږ نظر مثبت وو ویونکی او تاسی به زمونږ نظر ومنی. زه ستاسی له اوسنو تبصرو خوشاله یم توهین او کنځل پکی نشته مونږ ته جرات راکوی چه مفاهمو ته… نور لوستل »

عبد الله
میلمه
عبد الله

مجاهده! د ویونکی قضاوت په خپل زای، ماته د الله احکام او خپل اولس مهم دی، د کابل پیشه د مزکی پر کری د تولو ادیانو خلاف او ناروا عمل وو. تازه راپور وایی تر ۱۰۰ دیر شهیدان دی او تر ۲۰۰ دیر زخمیان. تول دینی علما (غیر له داعش او مجاهده) که ددولت دی یا غیر دولت دا کرنه د اسلام خلاف بولی. تا په کوم صلاحیت، علمیت او شرعی استدلال روا بللای؟؟ ما ته عبدالله صاحب مه وایی راته ساده عبدالله وایی او تهمت چی وایی وی وایه خو د الله پاک ددین او مسلمان ملت سره دوشمنی… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

عبدالله که به صاحب خوابدی کیږی له دی وروسته به د درناوی له مخی عبدالله جان وایم . د هر چا خپل معلومات او خبل لید لوری دی که څوک منطقی معقول او نقلی دلایل لیکی ستاسی نه خوښیږی هغه ستاسسی یا د نورو ستونزه ده زه یی لیکم ولو که ستاسی خوش یا ناخوښه وی په شو اخلاقو او اسلامی حکمت له مخی اسلامی معلومات لیکم غیر له الله د هیڅ چا پروا نه لرم ، دا چه تاسی هم د غمی په شان زما د ځای په اړه تشویش لری ، ځای چاته ښه والی او بدوالی نه… نور لوستل »