حکومت د کابل خونړۍ چاودنې له امله د خپلواکۍ جشن نمانځلو مراسم وځنډول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): ګډ حکومت په کابل ښار کې د واده په مراسمو کې د خونړۍ چاودنې له امله د خپلواکۍ سلمې کليزې د جشن نمانځلو مراسم وځنډول.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حکومت د وروستۍ تروريستي پېښې او نورو پېښو کې وژل شوو افغانانو ته د درناوي په پار د خپلواکۍ د سلمې کليزې نمانځغونډې د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

د خبرپاڼې په وينا د خپلواکۍ د نمانځنې کميسيون ته سپارښتنه شوې، چې خپلو پروګرامونو کې بدلون راولي او د راتلونکي لپاره بشپړ امنيتي تدابير په پام کې ونيسي.

حکومت د خپلواکۍ جشن نمانځلو لپاره له تېرې يوې مياشتې راهیسې هلې ځلې کولې او يوازې د ترانې ټيم ته يې شل ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې، چې د ډېرو خلکو له لوري پرې نيوکې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د کابل ښار په لويديځ شپږمې حوزې فیض محمد کاتب پر عمومي سړک په «شهر دبی» ودونو صالون کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۳ نور ټپيان کړي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ارمان سالار
میلمه
ارمان سالار

داعش همدا دوئ خپله دي، دا هسي د خلګو په سترګو کي خاوري شيندل دي. ورتا تاسي چي هره ورځ په کليو او ښارونو کي ولسي خلګ د خپلو شومو اهدافو لپاره وژنۍ، هيڅ ضرورت نسته چي خواخوږي ورسره وکړئ، تاسي ته خو دا د خوشحالۍ ځاى دى ځکه خپل مقاصد مو ترلاسه کړل پروګرام ځنډول مو هسي د خلګو‌خطاايستل وي ﺯما په فکر په ارګ کي به مو په دې خوښۍ کي مست پروګرامونه جوړ کړي وي.

سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

داازادی خوستاپلارلاس ته راوړی داهیواد خوستامیراث دی ،چه کله ئی لمانځی اوکله ئی لمنځه وړی ؟ داسی که تاپه واقعاتواوپیښوپروا کوله نوڅورځی مخکی هم داسی پیښی وشوی ،بایددازادۍ دلمانځلو نوم نه وی اخستل شوی، خوچه خلك مړه کیږی ستاپری کومه پروانشته،په هغه اودغه بهانه خپل کمپاینونه اوجشونونه کوه ، اوداچه لمانځنه دی وځنډوله داستادبیری اوډار علامی دی ؟ اودهغه مالی مصارفوحیف اومیل کولومسؤل هم ته ئی،چه خلك دولږی فقر څخه مری اوتا ډول غاړه کی اچولی ،اوبډنګان که برابر امد ؟ ظالمه ظلم هم یوحدلری ؟ دافغانستان دښمنه صلیبی؟ والسلام .