په ځمکه ناست شخص مولوي سدوزی اغا له مولانا شیرعلي شاه المدني سره

دیني عالم او جهادي شخصیت «مولوي سدوزی اغا» وفات شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل):د هیواد تکړه دیني عالم، جهادي شخصیت او د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر «سید طیب اغا» پلار «مولوي سدوزي اغا» د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

مولوي سدوزی اغا چې په دې ورستیو کې د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې مېشت وو، د تېر جهاد مجاهد وو او هماغه مهال یې خپل دوه زامن له روسانو سره په وسلواله مبارزه کې قرباني کړي وو چې د «لالا ملنګ» په نامه زوی یې د کندهار د مشهورو جهادي قوماندانانو له ډلې څخه وو.

طالبانو د یوې اعلامیې له لارې د نوموړي په مړینه خواشینې ښودلې، د نوموړي کورنۍ ته یې تسلیت ویلی او د سدوزي اغا مړینه یې ستره ضایعه بللې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « اسلامي امارت د نوموړي وفات افغان مسلمان او مجاهد ملت ته ستره ضائعه بولي، د آغا صاحب کورنۍ، شاګردانو او ټولو متعلقینو ته يې په اړه د زړه له کومې تسلیت وايي، مرحوم آغا صاحب په تېر او اوسني جهاد کې خورا ستر رول لوبولی، د ده مرحوم کورنۍ او شاګردانو د جهاد په دورانونو کې سترې کارنامې پرې ايښې او خورا ښه خدمتونه يې ترسره کړي چې دا د جناب مرحوم آغاصاحب د تربيې او روزنې مثبت اثرات وو.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون . که د ستر دینی علم سره یی جهادی شخصیت نه یاد شوی او په ځانګړی ډول دغه روان جهاد کی د هغه ستر رول لوبیدل مونږ ټول مسلمانان دی اړ کړی یو چه د زړه له کومی ورته دعا وکړو چه د شهیدانو په لست کی یی نوم درج شی. په څنګ کی یی زوی سید سیب طیب اغا په اړه یادونه لرم چه هغه په شروع کی د قطر د دفتر او امریکایانو سره د روغی جوړی د پاره د سیاسی اړیکو دروازی پرنستل هغه څه وو چه سید طیب اعا د… نور لوستل »