نړۍ

پاکستان: د نن څخه د حج اراده لرونکي کسان کولای سی چې د حج پيسې جمع کړي

Haj_makkahنن ټکی آسیا: په پاکستان کې د نن څخه د حج اراده لرونکي کسان کولای سي چې خپل درخواستونه د راتلونکي میاشتي (میی) تر لسمه پوري جمع کړی.

سږ کال به 179256 پاکستانيان وکولای سي چې د حج لپاره سعودي ته ولاړ سي..

د حج لپاره نوې تګ لاره اعلان سوې ده، او د هغې پر اساس چې هر څوک لومړۍ پيسې جمع کوي، هغه ته به لومړیتوب ورکول کیږي..

په زرغونه (برخه) کټاګوری کې به سږ کال د کراچي، کویټي، او سکهر حاجیان دوه لکه لس زره او اوه څلویښت 2.10.047 روپي جمع کوي، او هیواد د نورو سیمو حاجیان به 2.22.047 روپی جمع کوي.. او په سپینه (برخه) کټاګوری کې به د کراچي، کویټي او سکهر والا حاجیان 2.00.848 روپي او د هیواد د نورو سیمو حاجیان به 2.12.847 روپی جمع کوي.

د حاجیانو د مجموعي تعداد څخه به 90 زره حاجیان د حکومت د حج پروګرام له لاري او 90 زره به د شخصي کمپنیو له لاري حج ته ځي..

د هیواد د 5000 زره بینکونه او ښاخونه به د حج درخواستونه او پيسې جمع کوي، او د پاکستان د مذهبي امورو وزارت به ددغه بینکونو سره په جریان کي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x