اشرف غني ته د طالبانو ځواب: د کابل غوندې بريدونو ته اشغالګرو او د هغوی غلامانو زمينه جوړه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ګډ حکومت مشر اشرف غني هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښوولی، چې د تېرې شپې خونړۍ چاودنې په اړه يې طالبانو ته د ملامتيا ګوته نيولې وه.

اشرف غني ويلي و، طالبان د چاودنې مسؤوليت په نه منلو ځانته برائت نشي ورکولی او تور يې لګولی و، چې د طالبانو د فعاليتونو له امله نورو وسله والو ډلو ته هم د فعاليتونو زمينه برابره شوې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اشرف غني ته په خپل غبرګون کې ويلي: «امريکايي اشغالګرو او غلامانو يې د کابل غوندې بريدونو ته زمينه برابره کړې ده.»

مجاهد زیاته کړې، «د افغانستان ۹۵ سلنه خاورې امنيت چا خراب کړ؟»

د هغه اشاره د طالبانو واکمنۍ ته وه، چې د هېواد په ۹۵ سلنه خاوره د طالبانو واکمني وه او د هغوی د واکمنۍ لاندې سيمو کې مثالي امنيت و.

د ګډ حکومت مشر څو ورځې وړاندې دولتي عسکرو ته د خپلې وينا پر مهال ويلي و: «ستاسې د قربانيو له برکته نيويارک او واشنګټن له بريدونو او

چاودنو خوندي دي.»

ذبيح الله مجاهد ويلي، د کابل اداره پر ځای د دې، چې د نيويارک او واشنګټن امنيت وساتي، بايد لومړی دا معلومه کړي، چې دا بريد چا کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه د کابل ښار په لويديځ شپږمې حوزې فیض محمد کاتب پر عمومي سړک په «شهر دبی» ودونو صالون کې خونړۍ چاودنې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژلي او ۱۸۳ نور ټپيان کړي وو.

د دغې چاودنې پړه داعش ډلې منلې ده.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ahmed
میلمه
Ahmed

دا ظلم همدهغه ګو‌‌‌‌‌‌ډاګې کړئ ده
غواړی چی له امرېکا سره ده سولې خبری تخرېب کړی
او ده اشغال په دوام سره ده. ده دا بی معنی واک هم دوام وکړی
امرېکا ته ئ فرېادونه وکړل خطونه ئ خپل معنوی پلار ټرمپ ته ولېږل
نتېجه ئ ورنکړه
وس ئ نو دا تخرېب شروع کړ