د حکومت پیل، دواړه شریکان له جان کېري سره

غلامان آﺯادي نشي لمانځلى!

احمد منصور

د نړى هر هېواد ځان ته د آﺯادى ورځ لري په همدې ورځ جشنونه جوړوي ، مېلې کوي او خپل د آﺯادۍ اتلان ستايې د هغوي شهکاريانې يادوي په ليکنو ، شعرونو کې يې مدحې کوي او اتلوليانې يې بيانوي خو مونږ افغانان بيا د آﺯادۍ ورځې دوه لرو

چې يوه له انګرېزانو آﺯادي اخيستلو ورځ ده او بله له سره ښامار روسې څخه

آﺯادي بايد آﺯاد خلک ولمانځي نه غلامان هغه خلک يې بايد ولمانځي چې د آﺯادۍ په معنى او مفهوم پوه وي

داسد په اته ويشتمه له انګريزانو څخه د افغانانو د آﺯادۍ اخيستلو سل کاله پوره کېږي اي کاش چې هېواد مو آﺯاد وى چې دغه ورځ مو په ښه ډول لمانځلې وى کوم ډول چې يې راباندې حق جوړېده

خو بدبختانه چې لا اوس هم هېواد مو د امريکايانو او متحدينو لخوا يې اشغال ده اوس هم ﺯموږ د خوښيو ، دستاربنديو محافل ، کورونه ، جوماتونه مدرسې مو خوندي نه دي د وحشيانو لخوا نړول کېږي،سوﺯول کېږي او بمباريږي

ﺯمونږ د خوښيو ورځې چې دوه اخترونه دي راته په غم يې بدلوي نو په داسې حال کې به څنګه آﺯادي ولمانځو ؟

د تعجب وړ خو دا ده چې د افغان آﺯادۍ ورځ هغه خلک لمانځي کومو چې د افغانانو غرور له خاورو سره خاورې کړ کوم خلک چې اتلس کاله دمخه په امريکايې ټانګو سپاره راغلل له هغو شين سترګو سره يو ځاي يې اسلامي نظام ونړاوه

د شريعت پر ځاى يې جمهوريت ته ترجيح ورکړه کفري نصاب يې په تعليمي اداراو کې راووست، د غربي او هندي تهذيب په خپرولو او مروجولو کې يې هيڅ ډول کوښښونه ونه سپمول

همدغو ته وايم : تاسو چې کومه آﺯادي لمانځى او له چا څخ مو چې اخيستې وه نن تاسو د همغو د لمسيانو په غلامۍ کې دومره مخکې لاړى چې خپل تېر وياړلى تاريخ مو له ياده وويسته د خپل پلرونو او نيکونو له قربانيو، سرښندنو سره مو جفا وکړه

تاسو نن د هغه چا لپاره خپل خلک وژنۍ چې پرون ستاسو د پلرونو او نيکو له ويرې د دوي اسلافو په خپلو هېوادو کې خوبونه نه شواى کولى

هغوي ستاسو له پلرو او نيکونو څخه له دې امله ويرېدل چې هغوي د قوي ايمانو څښتنان ول مرګ يې منلى شوى خو د غلامۍ له ژونده يې کرکه کوله

خو تاسو د امريکايانو په غلامۍ کې دومره مخکې لاړى چې د قران کريم په سوﺯيدو، په سپي باندې د کلمې طيبې په ليکل کېدو ايماني غيرت ښکاره کول خو پرېږده بلکې تش غبرګون مو هم ونه ښود بر عکس مو د دوي د دغو افعالو ترسره کولو څخه دفاع وکړه

نو بيا په کومو سترګو آﺯادي لمانځى ؟

په دې پوه شى چې آﺯادي آﺯاد خلک لمانځي، غلامان نه ، آﺯادي بايد هغه خلک ولمانځي چې په سر يې د عزت پګړى، په لاس کې د خپل دين،ناموس او هېواد ساتلو لپاره وسله ، په لاسو او پښو کې يې د غيرت ولچکې او ﺯولنې خولې يې حق ګويه او قلمونه يې حق ليکونکي وي

تاسو خاينين ياست : تاسو د افغانانو د عزت او غيرت پلورلو هڅې او کوششونه کړي تاسو په نيمه شپه له خارجيانو سره يو ځاى د افغانانو په کورو ور اوښتي يى خاينين د آﺯادې لمانځلو حق نه لري

تاسو قاتلين ياست:تاسو ماشومان ، مېرمنې او بوډاګان مو په ظالمانه ډول شهيدان کړي او لا مو دا لړى جاري ساتلې

تاسو هغه حافظان مو شهيدان کړل چې د هغوي او کورنۍ يې د همدغو حافظانو دستاربندۍ په خوښيو مصروف ول خو تاسو يې خوښۍ په غم ور بدلې کړې د قاتلينو ځاى يا مرګ وي يا ﺯندان په دې هم ځانونه وپوهوى چې اسيران او مردګان آﺯادي نشي لمانځى

تاسو هغه څوک ياست چې فسق او فجور ته لمن وهى تاسو ښځو ته حق ورکونکي نه بلکې د ښځو د عزتو لوټوونکي ياست

په دې پوه شى دا ورځ بايد هغه څوک ولمانځي چې د اتلس کاله له دو سلويښت هېوادو سره په نره وجنګېدل

په دې لار کې يې خپل بچي ، ورونه وريرونه،اقارب ملګري او انډيوالان له لاسه ورکړل خو بيا هم يې هم اشغالګر په خپله خاوره وه نه منل

د دې ورځ د لمانځلو رجال معلوم دي چې هغه په بګرام پولچرخي، ګوتنامو او د هېواد په نورو ﺯندانو کې پراته اسيران دي چې اسيرتوب يې قبول کړ خو ستاسو په څېر غلامي يې ونه منله هغوي اسيران نه بلکې آﺯاد دي هغوي بايلونکي نه بلکې ګټونکي دي

د آﺯادۍ ورځ بايد هغه سياسيون ولمانځي چې نړى ته رښتونى سياست ور وښود د صلحې حديبې دوهم پړاو يې طى کړ

دا ورځ بايد هغه شاعران ولمانځي چې د ﺯيد ابن ثابت(رضى الله عنه) په پل يې قدم کېښود هغه چې شعرونه يې په کفارو لکه د غشو او ګوليو لګيګي

دا ورځ بايد ليکوالان ولمانځي کومو چې د قلم په ﺫريعې يې له روان جهاد څخه دفاع وکړه، نړى ته د قلم په ﺫريعې د وحشي امريکايانو دهغوي د متحدينو او مزدورانو مظالم او د مجاهدينو لاسته راوړنې،فتوحات ورسول

نو اي د امريکايانو په چوپړ کې خدمګارو : تاسو حق نه لرى چې دا وياړمنه ورځ ولمانځى تاسو غلامان ياست او غلامان آﺯادي نشي لمانځلى.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صدیقي
میلمه
صدیقي

کور مو ګډ سه په دا تخریب
هغه د پاکستان آزادي ولې لمانځل کېږي؟ هغه خو هم لا تر اوسه د انګلستان د قوانینو او اوامرو لاندې ژوند کړي!

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

ښی چاری،
احمد منصور ته،
افرین په داسی قسم اذادی لمانځلو،
یوولس بریدونه تاسو جلال اباد کی وکړه .ټوټل د اذادی په ورځ مو پنځه سوه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله،
د اذادی ورځ لمانځلو څخه یوه ورځ مخکی تاسو د واده په مراسمو ځانمرګی برید ،د وینو مو سیلاب وبهوه.
افرین،اذادی لمانځل د ستاسو څخه باید خلک زده کړی،چه د مسلمانانو مو د وینی سیلابونه وبهول

اجمل
میلمه
اجمل

د پاکستان د آزادی د ورځی لمانځل روا، چی د انګیر قانون پکی چلیږی د هغوی په ساحه ژوند کول روا، دا نا روا ټول دلته په افغانستان کی دی. #########. ورک شی چی ملت درنه آرام شی.