لوی څارنوالي: خلیل فیروزي موقتاً کور ته انتقال شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د لوی څارنوالۍ ویاند جمشدرسولي نن یکشنبه په کابل کې خبري کنفرانس ته ویلي چې خلیل الله فیروزي موقتا او په دوه شرطونو کور ته انتقال شوی دی.

د روانې میاشتې په ۲۳مه رسنیو راپورونه ورکړل چې اشرف غني د خلیل الله فیروزي د روغتيايي حالت د څېړلو لپاره ځانګړی کميسيون ټاکلی و او دغه کميسيون ولسمشر ته په خپل راپور کې ويلي چې د فیروزي وضعیت ترينګلی دی او که په زندان کې هغه ته زيان ورسيږي، حکومت به له سختو نيوکو سره مخ شي.

اشرف غني د څېړونکي پلاوي وړانديزونه قانوني بللي او امر يې کړی، چې فيروزي بايد له زندانه خپل کور ته ولېږدول شي.

د لوی څارانوالۍ ویاند بیا ویلي چې نوموړی د یو موظف کمیسیون او داکترانو په پیشنهاد له زندانه کور ته انتقال شوی او تر سخت امنیتي مراقبت لاندې دی.

رسولي زیاته کړه چې له زندانه د فیروزي خلاصول تر ځانګړو تدابیرو وروسته شوی او ملي امنیت مکلف دی چې هغه تر سخت او دایمي مراقبت لاندې ونیسي او هر ۱۵ ورځو کې په کور کې د هغه د موجودیت په اړه لوی څارنوالۍ ته خبر ورکړي.

رسولي ویلي چې نوموړی په دوه شرطونو خلاص شوی لومړی دا چې د کابل بانک اړوند خپل مالي تعهدات به اجرا کوي او دوهم د هغه صحي حالت سمیدل دي.

د کابل بانک د تصفیې مدیر روح الله حبیب ویلي چې فیروزي دغه تعهدنامه لاسلیک کړی او پر همدې اساس فیروزي مکلف دی چې د تداوۍ پر مهال باید ۵۰ سلنه قرضونه خلاص کړي.

د حیبیب په وینا فیروزي په دې وروستیو کې ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت قرضونه خلاص کړي دي.

فیروزي د کابل باند د قضيې اصلي ونډه وال و چې په ۱۳۹۷ کال کې د مالي فساد او پيسو سپينو په تور په لس کاله بند محکوم شو، هغه بايد ۱۳۷ ميليونه وهل شوي ډالر او ۵۹ ميليونه د هغې جريمه حکومت ته سپارلې وای، چې ټول ټال ۱۹۶ ميليونه ډالر کيږي.

خو د ملي امنیت پخوانی رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل بیا د فیروزي خلاصون  د دېرش میلیونه ډالرو رشوت ښيي چې اشرف غني ته يې د کمپاین لپاره ورکړي.

نبیل په خپله فسبوک پاڼه لیکلي وو چې «د یوې معتبرې سرچینې په اساس، د کابل بانک قضیې اصلي تورن خلیل الله فیروزي له دولت ساز ټیم سره د کمپاین په برخه کې د ۳۰ میلیونه ډالرو د مرستې په بدل کې ازاد شوی، اشرف غني د سمارټ سيټي په قضیه کې هم ښکېل وو او په همدې قضیه کې یې د محمدي په نامه خپل حقوقي مشاور له دندې لیرې کړ».

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په اشغال هیواد او غلامه اداره کی دروغ، غلا او درغلی تقوی او هنر دی په دی هنر کی کرزی، ع، غ ص، ض ف قاف او نور د فیروزی په ګډون مخکښه وو چا چه ډیره غلا او درغلی کړی وی هغه ددجال په نزد ډیر متقی او ایمانداره شخصیت لری. زه باور لرم چه فیروزی به اوس هم په جیل کی نه وو د عامه ذهنیت د خطا ایستلو د پاره به یی ورله کورنی کومی بنګلی ته چه خلک یی ځای نه پیزنی رانقله کړی وی او په فیروزی به یی د بندی نوم ایښی وی. دا… نور لوستل »